د لاسرسي ځای

تازه خبر

هوتي وايي د طالبانو سره سوله غواړو



د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی امیر حېدر خان هوتي ویلي دي چې که چیري وسله وال وسله غورځوي نو حکومت دې ته تیار دی چې له دوی سره روغه جوړه وکړي.

هغه ویلي د طاقت استعمال د دوی خوښه نه ده بلکې دوی په ځینو سیمو کې پر دې مجبور شوي دي.

نوموړي دا خبرې تېره ورځ په بر دیر کې د عوامي نشنل ګوند یوې غونډې ته وویل.

(( هرهغه کس ، هر هغه فرد ، ټول هغه افراد چې سولې ته تیار دي، هغه زما وروڼه دي، زه ورسره روغې ته تیار یم . ))

امیرحېدرخان هوتي د بر دیر لپاره د پرمختګ د یو شمېر پروژو اعلان هم کړی دی.
عوامي نیشنل پارټۍ تر دې وړاندې هم د سوات د طالبانو سره روغه جوړه کړې وه چې موه مثبته نتیجه یې نه وه ورکړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG