د لاسرسي ځای

سپریم کورټ بار اسوسي اېشن په کوټه کې کنفرانس کوي


خدای نور ناصر

له دې سره چې په کوټه کې د بلوچستان پر امنیت د پاکستان د سپریم کورټ له خوا اورېدنه هم روانه ده، نو هلته د سپریم کورټ بار ایسوسي ایشن له لوري د یکشنبې په ورځ په کوټه کې د ټول ګوندیز کنفرانس تیارۍ هم روانې دي چې یاد کنفرانس هم په همدې موخه جوړېږي، چې په دې صوبه کې د امنیت د ښې وضعې له پاره ګامونه پورته شي.


پر دې سر بېره چې د یادې صوبې ډېری ملتپالو او مذهبي ګوندونو په دې کنفرانس کې د ګډون هیله څرګنده کړې، د وژل شوي بلوڅ ملتپال نواب اکبرخان بګټي ګوند هم په دې کنفرانس کې ګډون کوي.

د جمعې په ماښام د سپریم کورټ بار ایسوسي ایشن مشر یاسین ازاد په بګټي کور کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل؛ ددې کنفرانس له لارې به پر حکومت فشار اچوي، چې د بلوچستان د ستونځې د حل له پاره ګامونه واخلي.

یاسین ازاد وویل:

((د پاکستان سیاسي ګوندونو ته په کار وو، چې ددې صوبې د ستونځو د حل له پاره يې ګامونه پورته کړي وای. لاکن چې کله موږ ولیده، چې دا سیاسي ګوندونه د بلوچستان په هکله څه رول نه لوبوي، نو زموږ اتحاديې دا پرېکړه وکړه، چې موږ به دا معامله پر مخ بیايو.))

د بار ایسوسي ایشن مشر یاسین ازاد وویل، د بلوچستان اوسنی حکومت د امنیت په ټينګ ساتلو کې مکمل ناکامه شوی، او باید نوې ټول ټاکنې وشي، تر څو په یاده صوبه کې ناامنیو ته د پاي ټکی کښېښودل شي. د جمهوري وطن ګوند مشر نوابزاده طلال بګټي له رسنوالو سره په خبرو کې د یاسین ازاد د خبرو ملاتړ وکړ، او زیاته يې کړه، ددوي ګوند ددوي په لومړني کنفرانس کې هم ګډون کړی وو، او د کوټې په ټول ګوندیز کنفرانس کې به هم ګډون کوي.

((هغه ګام چې دوي پورته کړی دی. هغه د ستاینې وړ دی. په داسې حال کې چې په وطن کې اوور بل دی. او دوي تردې وړاندې هم په اسلام اباد کې په دې موضوع يو کنفرانس کړی وو. او هم يې د یکشنبې په ورځ په کوټه کې کوي. موږ مخکې هم ددوي په کنفرانس کې ګډون کړی وو، او اوس به يې هم کوو.))

د پاکستان پيپلز ګوند اوسني حکومت په اوسنۍ دوره کې د اتلسم ایيني ترمیم لویه بریا بولي. خو د پاکستان سپریم کورټ بار ایسوسي ایشن مشر وايي، په دې ترمیم کې په مکمله توګه صوبايي خود مختاري ده ته نه ښکاري:

((دا يو حقیقت دی، چې تر اتلسم ترمیم وروسته صوبو ته صوبايي خودمختاري ورکړل شوې، لاکن دا صوبايي خودمختاري ماته په مکمله توګه ښکاري نه. ټولو صوبو ته هغه اختیار ورکړل شوی نه دی، څنګه چې ورکول په کار وو. موږ وايو چې د پاکستان د ایين مطابق دي ټولو صوبو ته مکمل صوبايي خودمختار ورکړل شي.))

د ویلو وړ ده چې د سپریم کورټ بار ایسوسي ایشن له لوري به همدا ټول ګوندیز کنفرانس د اتوار یا یکشنبې په ورځ په کوټه کې کېږي. چې تر دې وړاندې همدا ډول لومړنی کنفرانس د روان کال د مۍ پر ۲۶ نېټه په اسلام اباد کې شوی وو.
XS
SM
MD
LG