د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې ځانمرګی برید، شپږ وژل شوي


جمیله ظریف

کابل - د افغانستان امنیتي چارواکو تایید کړه، چې شنبې پر ورځ په کابل ښار کې د ایساف قوماندانۍ سره نېږدې ځان وژونکې حمله شوې.


د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په دې پیښه کې شپږ ملکي کسان وژل شوي او یو شمېر ټپيان شوي دي.

ځان وژونکې حمله د کابل ښار پر یوې تر ټولو مهمې ساحې په داسې حال کې وشوه چې افغان دولت د شهید اوونۍ د مراسمو د لمانځلو لپاره جدي امنیتي تدابیر هم نیولي وو.

په سیمه کې د کابل د امنیې قوماندانۍ مرستیال جنرال داود امین مشال راډیو ته وویل، په دې پیښه کې څلور ملکي کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.

((نننۍ حمله د ایټالیا سفارت ته مخامخ، د افغان فلم ترڅنګ په پیاده رو کې چې هلته هېڅ نظامي هدف موجود نه و، د یوه دیارلس څخه تر شپاړلس کلن هلک له خوا چې یو بیګ هم ورسره و، انتحاري حمله وشوه، چې له امله یې څلور تنه شهیدان شول او څلور تنه نور هم ټپیان شول.

له بده مرغه دغې حملې مکلیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.))

ښاغلي امین وویل، فکر کیږي، چې حمله به د یوه داسې ماشوم له خوا شوې وي، چې پخوا یې هم په سیمه کې تګ و راتګ درلود.

دغه ځان وژونکې حمله په داسې سیمه کې شوې، چې دلته د آیساف قوماندانۍ، د ایتالیا سفارت، د افغانستان ملي تلویزیون او د ټرانسپورټ وزارت ودانۍ پرتې دي.

همدا راز د امریکا سفارت او د جمهوري ریاست ودانۍ هم د دې پیښې ځاې ته څیرمې پرتې دي.

په دې سیمه کې تل امنیتي تدابیر دومره زیات وي، چې د عادي خلکو او موټرو تګ راتګ په جدي توګه څیړل کیږي.

د پیښې څو تنه عیني شاهدانو مشال راډیو ته وویل، چې حمله کوونکي یې د حملې پر مهال لیدلی دی.

"۱- هو ما ولیده، په ډیر شدت سره د اماني له لیسې دې خوا ته، په منډه منډه راغی؛ عسکرو غږ ورباندې وکړ، چې ودریږه خو هغه و نه دریده او سویچ ته یې فشار وکړ بیا نو انفجار وشو.

۲- زما نوم ولي محمد دی. دلته یو غږ شو چې کله نېږدې راغلو نو ومو لیدل، چې څلور پينځه تنه ماشومان او لویان ټپیان وو او په ډیر خراب حالت کې پراته ول؛ بیا یې ټول روغتون ته بوتلل.

۳- زه په کور کې وم چې کله انفجار وشو او زه راغلم سیمې ته؛ نو و مې کتل چې ۱۰-۱۵ کسان پراته ول."

د دې ځان وژونکې حملې مسوولیت وسله والو طالبانو منلی او ویلې یې دي؛ چې دا حمله د ۲۸ کالن کس په وسیله تر سره شوی ده.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو استول شوي پیغام کې ویلي،حمله د امریکا په یوه استخباراتي مرکز شوې او پينځه تنه امریکايي استخباراتي افسران په کې وژل شوي او دوه تنه ټپیان دي.

چارواکو د دوی ادعا نه ده منلې.

دا حمله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له هغې پریکړې سره هم مهاله وشوه؛ چې وايي، حقاني شبکه باید د ترهګرو ډلو په لسټ کې شامله شي.

تیر کال هم حقاني شبکې په کابل کې د امریکا په سفارت حملې تنظیم کړې وې.
XS
SM
MD
LG