د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ترهګرۍ پر وړاندې غلي پاتې کېدل کمزوري ده، ظلم دی'



کابل - افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي دي، د ترهګرو پر وړاندې پټه خوله پاتې کېدل له اسلام سره ظلم دی.


ښاغلي کرزي د جمعې پر ورځ، د افغانستان عالمانو له شورا غوښتنه کړې چې د ترهګرۍ پيښو پر وړاندې پټه خوله پاتې نه شي.


ورځې مخکې په هېلمند کې وسله والو کسانو د دوو ښځو په شمول د ۱۷ تنو سرونه پرې کړل.

د هېلمند تر دې پيښې څو ورځې وروسته د ننګرهار په در بابا ولسوالۍ کې د جنازې په مراسمو کې انتحاري حمله وشوه؛ چې ګڼ شمیر خلک یې مړه او زخمیان کړل.

ولسمشر حامد کرزي په دې ارتباط د افغانستان د عالمانو د سرتاسري شورا له غړو سره کتلي دي او ویلي یې دي چې پر داسې مسایلو خاموشي د اسلام سره ظلم دی.


تر دې غونډې وروسته خپره شوې اعلامیه د ښاغلي کرزي په حواله وايي: ((هغه ځانمرګی برید ګر چې د مسلمانانو په جومات کې ځان الوزوي قطعاً مسلمان نه دی. دا کسان د اسلام دښمنان او د اسلام د دښمنانو په لاس روزل شوي دي.))

ولسمشرکرزي ویلي، د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کې تر ټولو ستره کمزوري خاموشي ده.

ده په دې اړه د افغانستان د عالمانو له شورا غوښتي چې په دې ترځ کې تبلیغ وکړي.

هیواد مشر کرزي د کورنیو امنیتي ځواکونو له خوا د هغوی پر بهرنیو متحدینو د حملود زیاتیدو په اړه ویلي، د هغو بهرنیو عسکرو وژل چې غواړي، زموږ امنیتي ځواکونه وروزي د افغانانو کار نه دی: ((بلکې له بهره طرحه کیږي.))

دی وايي: ((د دې کار هدف زموږ د ځواکونو له روزنې څخه د بهرنیو روزونکو زړه تورول دی؛ چې زموږ هیواد د پياوړي پوځ خاوند نه شي.))

ولسمشر کرزي پر ټولو دیني عالمانو ټینګار کړی چې د خپلو ملي ځواکونو، پوځ او پولیسو د ملاتړ له پاره تبلیغ وکړي.


اعلامیه وايي، د عالمانو سرتاسري شورا په هېلمند او ننګرهار کې وروستۍ پېښې په شدت غندلې او د ترهګرو حملو په ترځ کې یې د ملکي افغانانو پر وژل کېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ولسمشر د مطبوعاتی دفتر اعلامیه زیاتوي، په دې لیدنه کې د عالمانو شورا په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د خرابیدو او د بهرنیو لاسوهنو په ارتباط هم اندیښنه ښودلې ده.

د عالمانو شورا په افغانستان کې له مېشتو بهرنیو ځواکونو غوښتنه کړې چې په دې هېواد کې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره پر خپلو ژمنو صادقانه عمل وکړي.

جمهور رییس حامد کرزي په هېلمند کې او د ننګرهار په دور بابا ولسوالۍ کې د وروستیو ترهګرو ېيښو په نتیجه کې د ملکي خلکو وژل کیدو ته په اشاره کې ویلي چې د ترهګرو پر وړاندې خاموشي له اسلام سره ظلم دی.

د افغانستان د عالمانو شورا همدا راز، د پاکستان له خاورې پر سرحدي ولسوالیو د راکټي حملو د دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د داسې حملو د مخنیوي لپاره باید ژر تر ژره د حکومت له خوا اقدام وشي.
XS
SM
MD
LG