د لاسرسي ځای

له افغانستانه په وتو کې باید بې پامي ونه شي. کروکر


په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر راین کروکر

په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر راین کروکر



په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر راین کروکر له نیوز ویک مجلې سره په یوه مرکه کې ویلي، له افغانستانه د پوځیانو ایستلو په اړه باید امریکا له احتیاطه کار واخلي. کروکر وايي، که پوځیان سمدستي و ایستل شي نو نتایج به یې افغانستان ته د جګړې له تللو هم زیات لوی او خراب کېدای شي. د کروکر د مرکې مهم برخې دي ډېلي بیسټ ورځپاڼې خپرې کړې دي .

د افغانستان په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې، په کابل کې د واشنګټن پخواني سفیر راین کروکر ویلي، پوځیان او ډیپلوماټان ډېر پېشه ور وي او دوی چې په هر هیواد کې وي په دې پوهېږي چې څه کار د امریکا د ولسي سلامتیا تګلارې له پاره دی او څه نه دی.

کروکر وویل، که څه هم پوځیان او ډېپلوماټان پرېکړه نه شي کولای خو باید په هغو غونډو کې ناست وي چې سیاستوالان په کې فیصلې کوي. د ده په خبره، عموماً دا کار نه کېږي.

له نیوز ویک مجلې سره په مرکه کې راین کروکر وویل که افغانستان ته د ورتګ پر وخت له احتیاطه کار نه وي اخیستل شوای نو د ده په خبره ((خدای ته وګورئ له هغه ځایه)) تر راوتو مخکې باید له ډېر احتیاطه کار واخیستای شي.

پخواني سفیر کروکر ویلي، په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ز کال وروسته هم باید تر پراخې مودې، د روزنې له پاره په کم شمېر کې امریکايي پوځیان و اوسي، ځانګړي ځواکونه، لوژیسټیکس او استخبارات هم باید هلته وي.

کروکر وايي، پر بهرنیو پوځیانو زیاتره حملې په افغان ملي ځواکونو کې نفوذ لرونکي طالبان کوي. دی وايي، له دې ښکاري چې د طالبانو د مخامخ جګړې کولو وړتیا یا صلاحیت مات شوی دی.

دي ډېلي بیسټ ورځپاڼه د پخواني سفیر راین کروکر له خولې لیکي، کله چې په افغانستان کې د پوځیانو شمېر زیات کړل شو نو طالبانو دا صلاحیت له لاسه ورکړ چې پر بهرنیو پوځیانو د لوړ کچ حملې وکړي.

کروکر وايي، ځانمرګو حملو هم د افغان او نړیوالو پوځیانو د ښه کار له وجې طالبانو ته ګټه نه ده رسولې.

د عراق د مسلې په اړه کروکر په مرکه کې ویلي، کېدای شي چې له پخواني عراقي مشر صدام حسین سره به ویجاړوونکې وسلې وې خو د ده په خبره، حسین به دا وسلې هیڅ کله هم نه وای کارولې ځکه چې له دې سره یې بیا حکومت ړنګېده.

کروکر زیاتوي، کېدای شي صدام حسین به لېونی وو، خو بې عقله نه وو چې دا کار یې کړای وای.


ژباړه: پامیر ساحل

XS
SM
MD
LG