د لاسرسي ځای

د پاکستان ټولنیزه وېبپاڼې د بدلون جوګه نه دي





ګل اياز، مشال راډيو

پراګ ــــــ په پاکستان کې د ټولننیز رابطو ويبپاڼو لکه فېسبوک، ټویټر او نورو هاغو استعمال ورځ تر ورځې په زياتيدو دی. د يو شميرې له مخې ۳.۲ فيصده پاکستانيان فيسبوک او ۱.۹ میليونه خلک ټویټر پاڼې کاروي.

د ناروې يوې څيړنيزې ادارې نوريف د يو رپورټ له مخې په پاکستان کې ټولننیزه ويبپاڼې د مالوماتو شريک کولو ذريعه ده نه چې د بدلون ــ

په رپورټ کې ويل شوي، چې د ټولننیز رابطو ويبپاڼې په پاکستان کې په لويه کچه بدلون راوستو کې ناکامه شوي دي. د دې وجوهاتو کې يو دا ښودل شوی چې سخت دريځه په ټولننیز پاڼو خپل نظريات خپروي، او بل د غير اخلاقی موادو د کنټرولولو طريقه کار هم نشته.

په دي اړه په پيښور کې خبريال عقيل يوسفزی چې فيسبوک ډېر استعمالوي وايي په پاکستان کې ويبپاڼې تر ډيره له مقصده خالي دي.

دی وايي، ((مقصديت پکې ډير زيات کم دی، البته ځيني وختونو کې د ذهني اذيت، انتشار او يا د تکليف سبب هم جوړيږي. د ټولننیز رابطو ويبپاڼو په اړه زما رايه ډېره مثبت نه ده. زياتره خلک چې دا پاڼې کاروي، د هغوی د فکر، کار، ژوند ژواک او طرز عمل خاکه مخې ته راځي نو هغه مايوسي ته زياته اشاره کوي، پرځای د دې چې موږ ورته مثبت روايت ووايو.))

په اسلام اباد کې د يو څيړنيزې ادارې کارپوه ارش خان واييو چې په پاکستان کې ځوانان د مالوماتو تبادلې لپاره د ټولينزې ويبپاڼې کاروي، بلخوا د زيات عمر کسان په ټولنه کې د شعور رابيدارولو لپاره له دغو پاڼو استفاده کوي.

د ده په خبره دې ويبپاڼو په ملک کې ځيني بدلونونه هم راوستي دي.
دی زیاتوي ((په پاکستان کې په یو وخت کې ټولننیز رابطو ويبپاڼې د بدلون لپاره يو محرک جوړ شو، خو په دې کې يوه خبره باندي سوچ پکار دي، چې د ټولننیز ه رابطو ويبپاڼې په ټولنه کې د بدلون راوستو لپاره يواځنۍ ذريعه نه ده، بلکې دا يوه نوې ميډيا ده. خلک يې اوس استعمالوي، خلک يې له يو بل سره د خبرو لپاره کاروي، او د دې لپاره یې هم استعمالوي چې خلک له خپلو خيالاتو نوره نړۍ هم خبره کړي، او داسي خبرې هم کوي چې څه بدلون راتللای شي نو هغه راولي.))


کارپوه ارش خان وايي، چې په پاکستان کې خلک زيات په مثبت توګه ټولننیز ې ويبپاڼې کاروي، خو په اسلام اباد کې يو مشر خبريال مشتاق منهاس چې د آج ټي وي د ((بولتا پاکستان)) پروګرام کوربه دی، وايي، ټولينزې ويبپاڼې په پاکستان کې نوې دي نو ځکه سنجيده مواد نه پکې خپريږي.

دوي وايي ((تاسو که دا چا پرضد سپکه خبره کول غواړی نو ډير په اسانۍ سره يې په ټولننیزه پاڼو کې کولای شی، او هغه ځکه چې د دې څار څوک نه کوي، که چرې تاسې څه نظر لری نو هغه بيان کړی، زموږ پروګرام بولتا پاکستان په پاڼه ۲۲۰۰۰ کسان دي، دوی خپل نظر ورکوي خو ژبه يې ډيره سپکه وي، دا دښه زيری دی، چې څومره يې استعمال زيات شي، نو کيدای شي چې څلور کاله وروسته د دې ګتي په نظر راشي.))

خبريال عقيل يوسفزئی چې د فيسبوک او د نورو ټولننیز رابطو ويب پاڼو د نظام څار ډير زیات کمزوری دی او هم دا وجه ده چې د دي ګټي په نظر نه راځي.

دی وايي ((زما په خيال کې يو خوا ته د ټولنیز و رابطو د ويبپاڼو د ادارو مسله ده چې دې ته نه ګوري نو بلخوا د پاکستان ټيلي کميونيکېشن ادارې قانون هم په ټولنیز ه ويبپاڼو نه عملي کيږي. د دې له وجې نه هر څوک بدې ردې خبرې کوي، غير اخلاقي مواد خپروي او ځيني وختونو کې د خلکو د اذيت سبب هم جوړيداﺉ شي.))

په پاکستان کې د ميډيا او ټولنيزو ويبپاڼو ډيری کارپوهان او کارونکي په دې اند دی چې پکار ده د پاکستان حکومت د ټولننیزو پاڼو لپاره يوه تګلاره او کړنلاره وټاکي چې د غير اخلاقي موادو د خپريدو مخه ونيسي.

XS
SM
MD
LG