د لاسرسي ځای

"له پاکستان سره مو د کارکونکو معامله راپورته کړې"






رياض موسه خېل مشال رېډيو


اسلام آباد:- د ماشومانو ژغورنې ادارې (سېو دې چلډرن) چارواکي وايي، د پاکستان د کورنو چارو وزارت لخوا د دوی د ادارې شپږو کارکونکو ته له هېواده د وېستو د امر تر لاسه کولو وروسته یې ددغه وزارت له چارواکو سره تماس نیولی دی.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د سېو دې چلډرن وياند غلام قادري د دې خبرې پخلې وکړ چې د ادارې شپږو بهرنیو کارکونکو ته په دوه اوونۍ کې له پاکستانه د وتو حکم شوی دی خو نوموړی زياته کړه چې اداره به د معمول مطابق کار کوي او له پاکستاني حکومت سره د خپلو بهرنیو کارکوونکو په معامله خبرې اترې کوې.

ویاند زاته کړه چې د ماشومانو ژغورنې اداره په پاکستان کې خواوشا دوه زره پاکستاني کارکونکي لري او د دوی د ادارې د خیر ښېګړې له کارونو په ملک تر اوياو لکو زياتو ماشومانو او کورنیو د تعليم ، صحت ،بيا ودانۍ او بحالۍ په لړ کې ګټه پورته کوي.

بلخوا مطبوعات وایي، چې داخله وزير رحمان ملک د شپږو کارمندانو له ملکه د وتو فيصله تر يوې مياشتې پورې ځنډولې ده او زیاتوي چې دوی دغه معاملې جاج اخلي.

له مشال رېډيو سره په خبرو کې د داخله چارو د وزيرمملکت وياند جاويد اقبال راجه فقط دومره وويل چې له دوی سره لا په دې اړه هیڅ تفصيل نشته .

په پاکستان کې وخت په وخت د حکومتي ادارو لخوا د خېر ښېګړې ادارو باندې يا خو بندېزونه لګول کېږي يا ورته کار کې ستونزې پېدا کېږي.

د بشري حقونو له پاره کار کونکې آمنه مسعود جنجوعه وايي، بې له کوم جوازه پر هېڅ يو تنظيم بندېز لګول نه دی په کار او دا د ملکي استخباراتي ادارو کار دی چې پته ولګوي کومه اداره څه کار کوي.
د دې په خبره بعضې داسې نړيوالې ادارې شته چې په جاسوسۍ يا نورو ملک دښمنه کارونو کې ککړې دي خو داسې هم شته چې ډېر ښه کار کوي او له هغې د پاکستان ولس ته فائده رسي نو ځکه ټولو ته د شک په نظر نه دي کتل په کار .

د يادونې وړ ده چې په ذکر شوې ادارې شک ظاهرېږي چې د دوی يو کارکونکي د شکيل اپرېدي او امريکايي استخباراتي ادارې ترمنځه رابطه کړې وه، چې په ترڅ کې یې شکيل اپريدی په اېبټ آباد کې د القاعده د مشر اسامه بن لادن کورته ورسېدو او روستو اسامه په يوه امريکایي کاروايي کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG