د لاسرسي ځای

طالبان مو کمزوري کړي القاعده مو ماته کړې. اوباما


امريکايي ولسمشر باراک اوباما

امريکايي ولسمشر باراک اوباما


بشر ګواښ

امريکايي ولسمشر باراک اوباما د ډيموکراټ ګوند کنوینشن په وروستۍ ورځ په خپله وینا کې وويل چې په افغانستان کې يې طالبان کمزوري کړي، هلته د امريکا جګړه مخ په ختميدو او القاعده ترهګره ډله له ماتې سره مخامخ ده. هغه د راتلونکو ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره د ډيموکریټ ګوند کانديدیل قبول کړل او د هيواد اقتصادي حالت د ښه کولو لپاره يې خپل راتلونکې پلانونه وړاندې کړل.

د امريکا ولسمشر باراک اوباما زیاته کړه، چې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې يې خپلې ډيرې کړي وعدې پوره کړي، طالبان يې کمزوري کړي او القاعده یې له ماتې سره مخامخ کړېده.

نوموړي وويل: ((څلور کاله دمخه ما ژمنه کړي وه چې په عراق کې به جګړه ختموم. ختمه مو کړه. ما وعده کړي وه چې هغه ځای ته به پام ورډيروو چې پر موږ ترې د سپتمبر يوولسمې بريدونه شوي وو. همداسې مو کړي. موږ په افغانستان کې د طالبانو قوت کمزوری کړی او په ۲۰۱۴ کال کې به زموږ تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسي. القاعده له ماتې سره مخامخ ده او اسامه بن لادن مړ دی.))

د يادونې وړ ده چې اسامه بن لادن کال وړاندې د اسلام اباد سره نیزدې په ایبټ اباد کې د امريکايي ځانګړو ځواکونو په پټو عملياتو کې ووژل شو.

لکه د ريپبليکن ګوند، د ډيموکریټيک ګوند کنوینشن هر څلور کاله وروسته کيږي او مقصد يې د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره په رسمي توګه د خپلو اميدوارانو تاييدول او د ګوند د غړو په راټولولو سره خپلې پالیسۍ يه یوه لاره اچول وي. بيګا باراک اوباما د ډيموکریټ ګوند له خوا د ولسمشرۍ لپاره او جوبايډن د مرستيال ولسمشرۍ لپاره کانديدل قبول کړ.

د دوی په مقابل کې د ریپبليکن ګوند ميټ رامني د ولسمشرۍ او پال ريان د مرستيال ولسمشر لپاره ولاړ دي.

د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د امريکايي ولسمشر او مرستيال د ټاکلو لپاره به په رسمي توګه د رايو ورکولو بهير د دې کال په نومبر کې شروع کیږي.

ولسمشر باراک اوباما دا وخت د امريکايي اقتصادي حالت د ښه کولو او د بې روزګارۍ کمولو په لړ کې د ناکامۍ له وجې له تنقيد سره مخامخ دی خو هغه وويل، چې تر ۲۰۱۶ کال پورې به يو ميلين بې روزګاره خلکو ته کار پيدا کړي او تر ۲۰۱۴ کال پورې به امريکايي برامدات دوه برابره زيات کړي. هغه زياته کړه: ((زموږ مشکلات حل کيدای شي. موږ د چيلنجونو مقابله کولای شو. کيدای شي زموږ وړاندې کړې لاره سخته وي خو دا لاره موږ يو ښه منزل ته رسوي. او زه له تاسي غواړم چې دغه راتلونکی انتخاب کړئ.))

که څه هم نيويارک ټايمز ورځپاڼې په خپله يوه ليکنه کې ويلي چې په تيرو څلورو کلونو کې د امريکې اقتصادي چيلنجونه زيات شوي چې له کبله يې کيدای شي د اوباما سياسي حیثیت يو څه کمزوری شوی وي خو په شمالي کيرولينا کې د دې کنوینشن په لومړۍ ورځ د اوباما ښځې، میشل اوباما د خپل تقرير پر مهال وويل چې اوباما اوس هم هغه سړی دی چې په ۲۰۰۸ کال کې ورته خلکو رايه ورکړي او د امريکې ولسمشر يې ټاکلی وو.

د امريکا پخواني ولسمشر بيل کلنټن هم د دې غونډې پر دویمه ورځ د اوباما کلکه دفاع وکړه او ويې ويل چې هيڅ يو ولسمشر به د ریپيلیکن ولسمشر جارج ډبليو بش له خوا پاتي شوي اقتصادي مشکلاتو ته هغسې بهتر حل نه وای راویستلی لکه څرنګ چې ورته ولسمشر اوباما راویستلی.


XS
SM
MD
LG