د لاسرسي ځای

تازه خبر

دکرکټ شل اوریز کپ ته دپاک افغان ټیمونو تیاریانې


سرچینه : AP آژانس
ژباړه : نجیب عامر


د دوه زره دولسم کال د شل اوریزو لوبو ټورنمنټ د ستمبر د میاشتې په ۱۸ مه نیټه په سري لنکا کې پیلیږي او د اکتوبر تر ۷ مې نیټې پورې به دوام وکړي.

په دې ټورنمنټ کې دافغانستان ، پاکستان او هندوستان ټیمونه هم برخه اخلي. په نورو ټیمونو کې اسټریلیا، بنګله دیش، انګلستان، نیو زي لینډ، جنوبي افریقا، سري لنکا، ویسټ انډیز، زمبایوی او ایر لینډ هم شامل دي.

دا به لومړی ځل وي چې د شل اوریزو لوبو نړیوال ټورنمنټ په کوم اسیايي هیواد کې جوړیږي. تر دې وړاندې دداډول لوبو نړیوالې سیالۍ په جنوبي افریقا ، انګلستان او ویسټ انډیز کې تر سره شوي دي. راروان ټورنمنټ به د لومړي پړاو لپاره څلور ګروپونه ولري.

د پاکستان د کرکټ لوبډلې ددې ټورنمنټ د پیل نه وړاندې په متحده عرب اماراتو کې د اسټریلیا سره تیره ورځ د شلو اورونو یوه لوبه ترسره کړه چې پاکستان په اسانه وګټله.

دپاکستان ټیم به داسټریلیا سره د شلو اورونو درې نور میچونه هم په مخکې لري. داسټریلیا سره دپاکستان د شل اوریزو لوبو مشري حفیظ سعید کوي، نوموړي ایسوسي ایټډ پریس ته ویلي دغه سیالۍ دپاکستاني لوبډلې سره مرسته کوي څو په اوچت مورال په سري لنکا کې په نړیوال ټورنمنټ کې برخه واخلي.

دافغان لوبډلې څه حال دی ؟ دا پوښتنه مو دافغانستان د کرکټ بورډ د میډیا منجر فرید هوتک نه وکړه ، هغوی وویل ،افغان لوبډله به خپله اولنۍ لوبه د ستمبر په نولسمه او دویمه به د همدې میاشتې په ۲۱ مه نیټه ترسره کوي.

د ټورنمنټ د اصولو سره سم که یې بریا وښوده، نو ، نور مخکې به ځي ، کنه نو د ناک اوټ پر بنسټ به له میدانه ووځي. دافغانستان دواړه لوبې د دوو پیاوړو لوبډلو هندوستان او انګلستان سره دي ، خو فرید هوتک وايي مورال مو لوړ دی .

افغان لوبډله دامهال په ویسټ انډیز کې ده او هلته په لوبو بوخته ده، چې د ښاغلي هوتک په وینا دا تمرینونه به ورسره د نړیوال کپ د لوبو لپاره مرسته وکړي.

دشل اوریزو لوبو نړیوال ټورنمنټ په اول ځل ۲۰۰۷ کال کې پیل شوی و چې جنوبې افریقا کې شوی و او هندوستان ګټلی و . په دویم ځل په ۲۰۰۹ کال کې پاکستان دا ټورنمنټ وګټلو ، دریم ټورنمنټ دانګلستان په بري پای ته رسیدلی و.
XS
SM
MD
LG