د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د بچو ژِغورنې ادارې بهرني کارکونکي باسي





د پاکستان چارواکو د ماشومانو ژغورلو نړيوال سازمان سيو دې چلډرن بهرني کارکوونکي له خپله هيواده باسي. د پنج شنبې په ورځ د سازمان يوه چارواکي وويل، په ظاهره داسې ښکاري چې حکومت دا فيصله د هغو شکونو پر بنياد کړې چې ګواکې خيره موسیسې د هغو امريکايې جاسوسانو مرسته کړې چې د وژل شوي اسامه بن لادن په لټون وو.

د سيو دې چلډرن د اطلاعاتو څانګي مشر غلام قادر وویل، د پاکستان د داخله چارو د وزارت لخوا ورته ويل شوي چې د سازمان شپږ بهرني کارکونکي دې په دوو هفتو کې دننه له هيواده ووځي. دده په وينا د داخله چارو وزارت دوی ته څه وجه نه ده ښودلې.

خبرونه وايې سيو دې چلډرن له ادعا سره سم د پاکستاني ډاکټر شکيل اپريدي چې د اسامه بن لادن د درک لګولو تور پرې لګېږي، د امريکايې جاسوسانو په رابطه کې مرسته کړې وه.

سيو دي چلډرن له تيرو ديرش کلونو راهیسي په پاکستان کې کارکوي او په دغه هېواد کې دوه زره کارکوونکي لري.

XS
SM
MD
LG