د لاسرسي ځای

تازه خبر

وردګ:افغان او پاکستانيو طالبانو ته مرګژوبله اوښتې






د ميدان وردګو دولتي چارواکي وآيي چې تېره ورځ بهرنيو او افغان سرتېرو د دغه ولايت په په مرکز کې د وسله والو طالبانو پر ضد عمليات کړي چې پکې دوولس تنه وسله وال طالبان وژل شوي او پېنځه نور ژوبل دي.

په وژلو شويو وسله والو کې د روح الله په نامه يو تن جنګي قومندان او دوه تنه پاکستانيان هم شامل دي.
د ميدان وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد وايي چې دغه عمليات د ميدان ښار په ملاخيلو، کهنه خمار، او کوټه عشرو په سيمو کې شوې دي.

دی وايي د عملياتو پر مهال د وسله والو موټر سايکلونه او وسلې هم دوی ته په لاس ورغلې دي.
د ده په خبره په ترسره شويو عملياتو کې بهرنيو او افغان سرتېرو ته کوم ځاني زيان نه دی اوښتی.

(( دا عمليات د مرکز ميدانښار په ملاخيلو، کهنه خمار، او کوټه عشرو په سيمو کې شوې دي دي چې پکې يو د طالب قومندان او دوو پاکستانيانو په ګډون دوولس تنه وژل شوي او پېنځه نور ټپيان شوي دي. د عملياتو په پايله کې د وسله وال په زياته اندازه وسلې او موټر سايکلونه هم د امنيتي چارواکيو لاس ته ورغلې دي))

تر اوسه پورې وسله والو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ويلي.

وړمه شپه د غزني په دوو ولسواليو کې هم افغان سرتېرو د عملياتو پر مهال يوولس تنه طالب وسله وال وژلي او درې نور يې ژوبل کړي وو .

سید شاه سقیم - مشال راډيو - غزنی

XS
SM
MD
LG