د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لرګیو قاچاق کی امنیې قومندان شریک دی



روح الله انوري کونړ

په کونړ کي له تیرو دریو لسیزو څخه دځنګلونو وهل دوام لري .اود وهل شوو لرګيو زیاته برخه په قاچاق ګاونډي هیواد پاکستان ته انتقال شوي .اوڅه هم دلرګیودقانوني لیږد په نوم حکومت سوداګرو ته څو ځلي امرونه ورکړی و، چي له کونړ څخه چارتراش دهیواد دننه نورو ځایونو ته انتقال کړي .خو بیا هم یاد لرګي په یو اوبل نوم دپاکستان بیلابیلو سیمو ته او له هغه ځایه بهرنیو هیوادونو ته رسول شوي .خلک همیشه شکایت کوي چي لرګي دغرونو او سختو لارو پرځاي پرتور سرک قاچاق کیږي او پدي قاچاقوکي دولتي چارواکي شریک دي .

((دشپی لخوا په تور سرک دلرګیو قاچاق کیږي او که چیرته کوم کس دخپل لپاره دروازه او یاهم کړکۍ وړي نو له هغه څخه پولیس په اوبل نوم پیسي اخلي مطلب داچي څوک پیسي ورکوي .هغوي ته دلرګیو وړل جواز لري او څوک چي دپیسو ورکولونه انکار کوي .هغوي دخپل کور ابادۍ لپاره هم لرګي نشي وړی ))

دکونړ والي فضل الله وحیدي هم څوځلي دامنلي چي دلرګیو قاچاق دوام لري او پکي پولیس شریک دي . اوس هم وايي چي تیره ورځ يي څو هغه لارۍ نیولي چي لرګي پکي بارو او دپولیسو لخوا يي امنیت نیول شوی و.او یاد لرګي له کونړ څخه په غیري قانوني ډول او له ګمرکي محصول پرته يي انتقالیدل:
((بیګا زموږ ویښو څارنوالانو دري موټره لرګي نیولي .بدبختانه چي یو شمیر امنیتي ارګانونه دلرګیو په قاچاق کي لاس لري .پولیس پکي لاس لري . ))

دکونړ استناف ځارنوالۍ رئیس محمد شعیب ازادۍ رادیو ته وویل چي دوي په لرګیو بار هغه دري لاري دکونړ جلال ابادپر سرک دزیړي بابا په سیمه کي پداسي حال کي ونیولي چي دنرنګ ،څوکۍ او نورګل ولسوالیو څخه تیري شوي وي .هغه وايي پولیس ځکه دلرګیو په قاچاق کي لاس لري چي ددغو دریو ولسوالیو په اوږدو کي دسرک پر سر بي شمیر امنیتي پوستي پرتي دي .وړي او غټي موټري تالاشی کوي .خو په کومو موټرو کي چي چارتراش بارو ي هغي ته څه نه وايي:

((تیره شپه دزیړي بابا په سیمه کي زموږ څارنوالان دشپي له نهو بجو څخه دشپي تر دریو بجو پوري دقاچاقو دنیوني لپاره موظف شوي و.چي البته دغه کار دکونړ دوالي په همکارۍ شوی و.او هغه هم موږ ته یو استازی راکړی و.دهغه په مرسته مو دغه قاچاق پداسي حال کي نیولي چي به لارو کی بارو.موږ لدي وړاندي هم څوځله امني قومندانۍ ته وییلي و.چی قاچاق کیږي او باید چی مخه يي ونیول شي .خو هغوي هیڅ ونکړل .نو موږ مجبور شو او دیته مو یو هیات وټاکه او دستګیري مو دزیړي بابا په سیمه کي کړي ده.او کوم کسان چي موټرو سره و.هغه مو ټول نیولي دي.))
هغه وايي هرڅوک چي دلرګیو په قاچاق کي شریک او لاس لري دوي به يي دقانون منګولو ته وسپاري
((هغه کسان چی په قاچاقوکي شریک دي .او چاچي امر ورکړی .هغه به ټول نظامي څارنوالۍ ته معرفی کړو.دپولیسو پکي ځکه لاس دی چي پولیس پدي لاره پراته دي .خوموټري تری تیریږي.هرڅوک چي په قاچاقو کي لاس ولري .که هغه وړوکي او غټ چارواکی وي هغه به دقانون منګولو ته سپارل کیږي او خپل سزا به ویني .))
.دکونړ امني قومندانۍ مرستیال سمونوال محمد داود بارکزی ازادۍ راډیو ته وویل پولیس دټولني خدمتګاران دي او په قاچاقو کي لاس نلري او که بیاهم څوک کوم ثبوت لري نو دوي ته دي ورکړي .
((موږ داسي پولیس نه پریږدو چي بي ځایه حرکت وکړي .هرڅوک چی موږ يي دقانون منګولو ته سپارو))
په تیرو دریو لسیزو کي دکونړ په ځنګلونو تالان جوړ شوی او وهل شوي لرګي يي په غیري قانوني توګه پاکستان ته وړل کیږي.دولسمشرکرزي په لومړیو کلو نو کي خو دلرګیو له درکه په ترلاسه کیدونکو روپو کي دهر ریاست او قومندان سهم .دریاست داهمیت او دقومندان دزور په اساس معلوم و.خو بیا دسهم خبره پاي ته ورسیده او خلک وايي چي امنیتي مسولین پکی شریک دي.

XS
SM
MD
LG