د لاسرسي ځای

تازه خبر

د غزني هر ماښام قيامت وي



سید شاه سقیم - مشال راډيو

د غزني ولايت اوسېدونکي وايي سر ماښام د ښار ټول دوکانونو د وسله والو له وېرې تړل کېږي او د ښار په سړکونو عام وګړي تګ را تګ نه شي کولای. دوی وايي داسې شپه به ډېره کمه راځي چې په ښار کې به يې د ډزو غږونه نه وي اورېدلي.

په غزني ښار کې د ماښام د اذانونو غږ د دوکانونو د دروازو د تړل کېدو په شور کې ورکېږي او ورسره سم په ټول ښآر کې بې باوري او وېره خپرېږي.

په ښار کې د تيارې له خپرېدو سره د سړکونو پر غاړو او د دوکانونو مخې ته لګېدلي څراغونه مري، سړکونو د عامو وګړو له موټرو خالي کېږي او چې لېږه نوره هم تياره زياته شي نو د ښار په بېلابېلو برخو کې د خال خال ډزو غږونه اورېدل کېږي.

د سپکو وسلو له ډزو سره سوکه سوکه د ښار د سپيو غپا يو ځای کېږي او وروسته بيا د پرلپسې کلکو ډزو غږونه د ماشومانو خوبونه تښتوي.

دا هره څه يوه شپه نه ده چې تېرېږي بلکې اوس يې د غزني ښار اوسېدونکي يوه عادي خبره بولي.
د غه ښار يو تن اوسېدونکی رحمت الله وايي داسې شپه ډېره کمه راځي چې دی او ماشومان به يې ډزو نه وي وېروولي.

دی وايي له لمر لوېدو وروسته څوک د نښتو او وسله والو بريدونو له وېرې د کوره نه شي وتلای .
((د ښار امنيت نه دی نيولی شوي. دلته امنيتي وضعه بېخي نه ده ښه. دوکانداران ډارېږي ځکه چې هغه بله شپه يې ان د موی مبارکې په پوسته وسله وال بريد کړی وو . دا ټول د دولت ستونزه ده چې د ولايت مقام په يوه يا دوه کيلو مټرۍ کې د وسله والو مخه نه شي نيولای، ټول ښار د ماښام له اذانونو سره تړل کېږي. مونږ يې له سختو ستونزو سره مخ کړي يو ))

د غزني ښار يو بل اوسېدونکی محمد عبدالله بيآ وايي چې ملامتيا ټوله د ښار په چارواکيو کې ده چې نه شي کولای ښار ته د وسله والو د ننوتلو مخه ونيسي.

(( چې ماښام اذانونو لا شوي نه وي بيا د ښار دوکانونو په بندېدو شروع وکړي. تر ماښام ټول ښار تړل شوی وي. په غزني کې امنيتي مشکلات بېخې ډېر دي. دولت د وسله والو مخه نه نيسی او هغوی په ډاډه زړه د ولايت په نږدې ساحو کې پر خلکو بريدونه کوي ))
د غزني يو بل اوسېدونکی بيا وايي چې تر ماښام وروسته ټول سړکونو له عامو خلکو خالي او سړی په سمه لاره ډارېږي.
دی وايي د وېرې او درملتونو د بندېدو له امله که هرڅومره شديد ناروغ هم ورپېښ شي نو د شپي يې روغتون ته وړلو ته زړه نه شي ښه کولای.
(( زما نوم حيات الله دی په غزني ښار کې اوسم. د ماښام له اذانونو سره ټول ښار بند وي. له ډاره چې هر څومره اړتيا ولري ښار ته نه شو وتلای کله کله چې ناروغ راته پېښ شي هم مو له ډاره تمامه شپه په کور کې ساتلی وي ځکه چې ماخوستن څوک ښار ته را ووزي بيآ کور ته نه شي تلای ځکه هره شپه په ښآر کې بريدونه او جګړې روانې وي))

خو د غزني والي موسی خان اکبرزاده بيا دا مني چې ګواکې په ښار کې دي کومه شپه د وسله والو طالبانو او امنيتي چارواکيو تر مېنځ نښته شوې وي.

دی وايي هغه ډزې چې خلک يې په ښار کې اوري وسله وال نه بلکې بهرني سرتېري يې پر سړکونو د تېرېدو پر مهال کوي.

اکبر زاده سر ماښام د دوکانونو تړل کېدل هم سم وخت بولي او وايي چې تر ماښام وروسته د غزني اوسېدونکي په ښار کې څه اخيستلو ته اړتيا نه لري.

(( دا تاسي چې کومه خبره کوئ دا کاملا غلطه ده. د ښار دوکانونو هغه وخت تړل کېږي چې مخکې به تړل کېدل. دغه ډزې چې تاسي او د غزني ښار اوسېدونکي يې کوي دا هغه ډزې دي چې په سړک يې د پي ار ټي کار کوونکي او بهرني سرتېري کوي. مونږ څو واري بهرنيانو ته ويلي دي چې په سړکونو ډزې مه کوئ خو دوی يې د خپل بېکاره عادت له مخې کوي او په خلکو کې وېره خوروي اصلا تروريزم هم وېرې اچولو ته وايي ))
که څه هم د غزني والي دا نه مني چې ګواکې په ښار کې دي کومه نښته يا وسله وال بريد شوی وي خو وړمه د غزني ښار په نو اباد کې د ولايت شورا پر رييس او څو ورځې وړاندې د ښار په پښتون اباد سيمه کې د غزني په پخواني والي فيضان الله فيضان هم وسله وال بريدونه شوي وو .

تر دې څه موده وړاندې بيا په همدغه ښار کې د غزني د څارنوالۍ رييس سهار ګل هم په يو وسله وال بريد کې ژوند له لاسه ورکړی وو او بريد کوونکي رک روغ له ښار څخه بېرته وتلي وو .

په دې سربېره په دغه ښار کې په تېره څه موده کې څو ځله د عامو وګړو موټرونه د سړک پر غاړو په ځای پر ځای شويو ماينونو ختلي وو چې له امله يې ګڼ شمېر عام وګړي مړه او ټپيان شوي وو .

XS
SM
MD
LG