د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سلارزو بې کوره شوي خلک مرستې غواړي


د قبایلي سیمو په لکونه خلک دا مهال د پښتونخوا په لروبر کې کډه په سر او در په در ګرځي.
د قبایلي سیمو په لکونه خلک دا مهال د پښتونخوا په لروبر کې کډه په سر او در په در ګرځي.





د حکومتي چارواکو په وينا چې د باجوړ په سلارزو سيمه کې د طالبانو له حملې روستو د ناامنۍ له کبله دوه زره کورنۍ بې کوره شويدي، چې د باجوړ په بيلا بيلو سيمو کې ميشت دي.

له فاټا د قامي اسمبلۍ غړې اؤ د سيفران وفاقي وزير ايجينئر شوکت الله خان مشال راډيو ته وويل چې له دوو زرو څخه زيات کورنۍ بې کوره شويدي او زموږ په يو کور کې ډير زيات خلک وي نو دا رنګ د بې کوره شوو خلکو شميره ډيره زياته ده او د سلارزو خلکو ورته په خپلو کورنو حجرو کې ځايونه ورکړيدي.

د سلارزو سيمې يو اوسيدونکې غفار توپان مشال راډيو ته وویل چې د سلارزو په پشت سيمه کې بره باټوار دره ورته وايي ،په دغه دره د نن نه دولس ورځې وړاندې طالبانو بريد وکړ چې له وجې يي د دغه ځاي خلک په ګډه کولو مجبوره شول او دا خلک د باجوړ په بيلا بيلو سيمو کې استوګن دي او دلته ورله د دې ځاي ځايي خلکو د خوراک څښاک او د استوګنې بندوبست کړی دی.

د ده په وينا چې له باټواره قريباً اويا زره خلک بې کوره شويدي او دا زموږ ررڼه دي موږ به له دوی سره مرستې کوو.

يوه بې کوره شوې تن اعظم خان مشال راډيو ته وویل چې دوی له باټوار سيمې دلته د پشت باراني کنډرو ته په کډه راغلي دي.

دی وايي،(( چې کله طالبانو زموږ په سيمه حمله وکړه نو موږ په کډه مجبوره شو او هم دغه به يو جوړه جامه کې دې سيمې ته راکوز شو. او دلته زموږ دې خپلو روڼو ميلمستيا کړيده او تراوسه حکومت زموږ هيڅ مرسته کمک نه دی کړی.))

کله چې مشال راډيو دا پوښتنه له وفاقي وزير شوکت الله خان په وړاندې کيښوده نو هغه وويل چې دوی د فاټا پارليماني غړو تيره ورځ له وزير اعظم سره ليده کاته وکړه اوهغه ته یې وويل، چې موږ له په سلارزو کې امداد پکاردی او دا کار به ډېر ژر ووینۍ.


د ځايي خلکو په وينا چې له تيرې شپې راهيسې ډز بندي شويده او دې راتلونکيو دوه درو ورځو کې به حالات په قابو کې راشي.

سراج ظهير مشال راډيو – اسلام آباد

XS
SM
MD
LG