د لاسرسي ځای

طالب ضد ولسي پاڅون ډېره مهمه موقع ده. جان الن


په افغانستان کې د اتحادي ځواکونو امريکايې قومندان جنرل جان الن

په افغانستان کې د اتحادي ځواکونو امريکايې قومندان جنرل جان الن




په افغانستان کې د اتحادي ځواکونو امريکايې قومندان جنرل جان الن ويلې د افغانانو له فيصلې سره سم د طالبانو پر ضد پاڅون کوونکو ته وسله هم ورکول کیدلاﺉ شي.

دا خبره نوموړي د امريکا فارن پاليسې مجلې سره په يوه تفصيلي مرکه کې کړې ده.

د امريکا فارن پالیسې مجلې خبريال ګارډن لوبولډ په افغانستان کې د اتحادي ځواکونو امريکايې قومندان جنرل جان الن سره دا مرکه په کابل کې د اګست په نهه ويشتمه نيټه کړې ده. نوموړي زياتره خبري په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د ولسي پاڅون په اړه کړې دي.

خو ددې ترڅنګ په دې هيواد کې د ياغيانو پر ضد د افغان ځواکونو عمليات، ورسره د اتحادي ځواکونو کومک، په جنوبې برخو کې کاروايانو او پر حقاني شبکه هم غږيدلی دی.

نوموړي په افغانستان کې د طالبانو پر ضد ولسي پاڅون يوه ډيره مهمه موقع بللې .دده په وينا په دې کې د غزني د اندړو پاڅون ډير څرګند دی خو د نورستان کامديش، وردګ، غور او داشان فارياب هم د پاڅون په حال کې دي.

جان الن زياته کړه دا ټول پاڅونونو ځايې دي او ده په دې اړه له افغان ولسمشر حامد کرزي سره خبري کړي دي.

دده په وينا، دوی اوس ددي څيړنه کوي چې آيا دا قبائلي پاڅونونو دي، که توکميزه دي او کومي وجي ددې لامل ګرځيدلي او ايا ددې ممکنه حل څه دی؟

خو جنرل جان الن په ډاګه کړې چې که دوی له پاڅون کوونکو سره څه کول غواړي هغه به د افغان حکومت له لارې وي.

د نوموړي په وينا افغان حکومت له هرې سيمي سره د نوکريو ورکولو، سکولونو جوړولو، سپا اوبه ورکولو يا کلینکونو د جوړولو په شکل کې مرسته کولای شي. خو کله چې له جنرل جان النه و پوښتل شو چې آيا په مرستو کې وسلې ورکول هم شاملي دي نو نوموړي وويل هو شاملي دي خو ددې فيصله به افغانان کوي.

د طالب ياغيانو پر ضد د عملياتو په اړه جنرل جان الن وويل چې افغان ځواکونو د اتحادي ځواکونو په مرسته زياتره کارواياني کوي او دوی لا اوس هم مرستو ته ضرورت لري.

دده په خبره دوی پوره شمير عسکر نه دي بهرتي کړي او ښايې پنځلس ياشل زره نور عسکرو بهرتي کولو ته ضرورت ولري.

ددې ترڅنګ بهرني ځواکونه به د افغان عسکر صلاحيت نور ښه کوي او ډير زيار به باسي چې دوی پائښت ولري او وړتياوي يې پرله پسې پياوړي وساتي.

له جنرل جان الن چې کله د پاکستان د اثر و نفوذ په اړه و پوښتل شو نو هغه د حقاني شبکې په اړه خبري وکړي.

نوموړي وويل د پاکستان اثر و نفوذ ډير موثر دی. دده په خبره حقاني شبکه اوس هم ډيره فعاله ده او نظر ورباندي ساتل ډير ضروري دی.

دده په خبره د روايتي قوتونو او ځانګړو کاروايانو له لارې يې څه کاميابی ترلاسه کړي او په دې نږدو کې په کابل کې لوی بريدونه نه دي شوي.

د فارن پاليسې خبريال له جان الن پوښتلي چې په افغانستان کې د عسکرو د شمير په اړه ولسمشر باراک اوباما ته وړانديز کله ورکوي نو ده په ځواب کې وويل، چې د نومبر تر نيمايې پوري به دا کار وکړي.

دده په خبره په وړانديز کې به دی د ياغيتوب ، د افغان ځواکونو د صلاحيت او د عملياتو جاج اخلي.

XS
SM
MD
LG