د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان استقلال ورځ پاکستان کې ولمانځل شوه





له انګرېزي ښکېلاکه د افغانستان ملي خپلواکي تر لاسه کولو ۹۳م کالیزه د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د افغانستان سفارتخانې له لوري په یوه دستوره کې ولمانځل شوه.

په غونډه کې برخوال د پاکستان پيپلز پارټۍ شيرپاؤ ډلې مشر افتاب احمد خان شيرپاؤ د افغانستان د ملي ورځې په مناسبت سره وويل، چې دا ورځ نه صرف د افغانانو لپاره بلکې د نړي په ګوټ ګوټ کې پرتو پښتنو لپاره ډيره مهمه ده. هغه وویل، ((چې د افغان ولس ستونزې زموږ ستونزې دي او زموږ مسلې د هغوی مسلې دي، نو له دې مشکلاتو د راوتو لپاره دواړو ملکونو ته په ګډه کار کول په کار دی.))

د عوامي نيشنل ګوند د خيبر پښتونخوا صدر سېنېټر افراسياب خټک د ملي ورځې په مناسبت سره د افغانستان حکومت، افغان ولس او ټولوپښتنو ته مبارکي ورکړه او ویې ويل:(په افغانستان کې د امن او سوکالۍ خواهشمند يو او الله دي وکړي چې هر کال افغان ولس او پښتانه دا ورځ هم دا شان په ښه توګه ولمانځي)

د سيفران وفاقې وزير انجنيئر شوکت الله مشال ريډيو د لاري د ورځي په مناسبت سره خپل پيغام کې وويل ،چې ټولو پښتنو او د افغانستان ولس ته دې دا ورځ مبارکه شي او الله دې په دي سيمه کې امن او کراري راوړي.

د پروګرام په پای کې په پاکستان کې د افغانستان سفير محمد عمر داودزئي د راغلو ميلمنو مننه وکړه او له مشال ريډيو سره په خبرو کې وويل چې د دې ورځې لمانځلو مقصد هم دا دې چې افغان ولس ته دا يادول دي چې) موږ يو آزاد قام يو او دا خپله آزادي به په هر قيمت قایم او دایم ساتو.)

د پروګرام په پيل کې د افغانستان او د پاکستان ملي تراني وړاندي کړې شوي او ورستو په افغانستان کې د امن، سوکالۍ او خوشحالۍ او پرمختيا لپاره دعاګانې وغوښتل شوې.

په دستوره کې په پاکستان کې د افغانستان سفير محمد عمر داودزي پشمول د پاکستان د داخله چارو وزير رحمن ملک، د سيفران وفاقي وزير انحنيئر شوکت الله، د پاکستان پيپلز پارټي شيرپاؤ ډلي مشر افتاب احمد شيرپاؤ، د مسلم ليګ ن سيکرېټري جنرل اقبال ظفر جګړا، د جماعت اسلامي نائب امير سراج الحق، د عوامي نيشنل ګوند سينېټر حاجي عديل، سينټر افراسياب خټک او افضل خان لالا نه علاوه د ملک د نورو سياسي ډلو سره تعلق لرونکوغړیو، د مختلفو ملکونو سفارتکارانو، د ولسي تنظيمونو مشرانو او ګڼ شمير کې خبريالانو ګډون وکړ.


احمد الله- مشال ريډيو اسلام آباد.
XS
SM
MD
LG