د لاسرسي ځای

د هند د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته ځي


د هند د بهرنیو چارو وزير ايس ايم کرشنا

د هند د بهرنیو چارو وزير ايس ايم کرشنا


ریاض موسه خېل مشال راډيو

د پاکستان د بهرنیو چارو دفتر وايي چې د هند د د بهرنیو چارو وزير ايس ايم کرشنا په یو درې ورځني سفر د روانې مياشتې په اوومه نېټه اسلام آباد ته ورروان دی.

نوموړی به له خپل سیال حنا رباني کهر سره ويني. او د دواړو مشرۍ کې به د شرېک کمیشن غونډه کېږي او له دې علاوه به د سېکټريانو په کچه د شویو ملاقاتونو جاج اخلي او په هاغو کې پر شویو فيصلو به غور کوي.

خارجه دفتر زياتوي چې دوره کې به د تجارت، تعليم ، او ويزو چارو ته زيات اهميت ورکول کېږي، او په دې لړ کې به د آسانتیاو پېدا کولو کوشش کېږي.

دواړه خارجه وزيران به د هندي وزيراعظم من موهن سنگ پاکستان ته د ممکنه دورې په اړه هم خبرې اترې کوي او کېدای شي په دې کې د دغه سفر لپاره نېټه هم وټاکل شي.

پاکستان کې د سياسي او دفاعي چارو کارپوهان وایې هر څو که د دې دورو په سمدستي توګه نتيجې مخې ته نشې راتلای خو د اوږدې مودې له پاره به د دې ښه اثرات په ټوله سيمه پرېوځي.

له مشال رېډيو سره په خبرو کې د سياسي چارو کار پوه او پېښور پوهنتون کې د سيمه ايزو زدکړو د څانګې مشر عدنان سرور وایي، له بدمرغه د پاکستان او هند ترمنځه د وړو وړو پېښو نه سربېره لوی جنګونه هم شويدي چې ورسره په مجموعي توګه د دواړو ملکونو تعلقات خراب راروان دي خو دا خبره ضروري ده چې د ټولې منطقې امن د پاکستان او هند له ښه تعلقاتو سره تړلی دی. نوموړی زیاتوي چې د پاکستان اوهند ترمنځ د تعلقاتوسمولو پېل يو ښه ګام دې او د دې اثر به په ټوله منطقه پرېوځي.

دغه رنګ د دفاعي چارو يو بل کارپوه او د پاکستاني پوځ پخواني برېګېډیېر محمد سعد وایي، که څه هم له دې ملاقاتونو په نزدو ورځو کې د ګټې تمه نه ده ساتل پکار، خو دا حقيقت دی چې که دا سلسله جاري پاته شوه نو خواږۀ به یې مخې ته راشي. دی وایې چې د دې ګټه به نه يواځې دواړو ملکونو ته رسي بلکې په افغانستان به یې ښه اثرات وغورځي.

د يادونې وړ ده چې له تېرې څه مودې راهسې د پاکستان او هند د تعلقاتو ولاړه سلسله بياروانه شويده او وخت په وخت د دواړو ملکونو لوړ حکومتي چارواکي د يو بل د ملک دورې کوي، او په دې ورستيو کې پاکستاني ولسمشر هندي وزيراعظم ته هم د پاکستان د دورې په کلکه بلنه ورکړې وه.

دا دې هم ياده وي چې د هندي خارجه وزير دوره د جولايي په مياشت کې کېدونکې وه خو هندوستان کې د صدارتي ټاکنو په وجه دغه دوره ځنډولې شوې وه.

XS
SM
MD
LG