د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالې ورځپاڼې:(پېښور چاودنه)،( دافغان بچو اینده)


د پېښور بمي چاودنې تصویر
د پېښور بمي چاودنې تصویر



واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په پیښور کې د امریکایی سفارتخانې د یو چارواکي د خولی لیکي د ګل په ورځ په ښار کې د کونسلګري په ګاډي د ځانمرګي برید وروسته د پاکستاني امنیتي ځواکونو چټکې کاروایي له امله د دوی د عملې کسانو ژوند بچ کړل شو . په دې کی دوه امریکایی ډپلومیټان او دوه پاکستاني اهلکار شامل دي.

د پولیسو په وینا په دې پيښه کې دوه پاکستاني وګړي وژل شوي او څه نا څه ۲۰ ژوبل دي.

ورځپاڼه د سفارتخانې د یو چارواکي رچرډ هوګلینډ له خولي ليکي ډير مشکور دی چې پاکستاني امنیتي ځواکونو په مناسب او مسلکي ډول د امریکایي ډپلومیټانو او د ځایي عملې ژوند خوندي کړ.

ورځپاڼه ليکي په پيښور کې په وسله والو بریدونو کې ډېر عام وګړي او امنیتي سرتېري وژل شوي دي چې تېره هفته په یو بازار کې په بمي چاؤدنه کې یولس کسان ووژل شول. د ورځپآڼې په خبره له دې مخکې په اپریل 2010م کال کې امریکایی سفارخانه د وسله والو لخوا په ګاډي کې په نصب شوي او لاسي بم په نښه کړل شوی وه چې پکې څلور پاکستاني اهلکار وژل شوي وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن په جکارتا انډونیشیا کې د اسیایی هیوادونو دورې پر مهال یاد برید د ترهه ګري یو بزدلانه کار بللی دې او ویې ویل چې امریکا د امریکایي او پاکستاني زخمیانو د روغ صحت دعا کوي.
ورځپاڼه په پاکستان کی په ترهه ګري نظر لرونکی محمد عامر رانا د خولی زیاتوي په 2010م او 2011م کال کې په هیواد کې په ترهه ګري بریدونو کې 24 فیصده کمی راغلی او خو په ورستیو کې یې بیا زور نیولی دی.

بل خوا کرسچین ساینس مانیټر په افغانستان کې د ماشومانو په اړه لیکي دا چې په هیواد کې غریبي او سیاسي بې ثباتي ده د طالبانو د واک نسکورېدلو وروسته لږ افغانانو ته ګټه رسېدلې، خو که چیرې په 2014 م کال کې د امریکا او نیټو ځواکونو د وتلو وروسته دغه هیواد بیرته د طالبانو لاس ته لوېږي نو تر ټولو زیات تاوان به ماشومانو ته و رسیږي.

ورځپاڼه په مثبت لور د شوي پرمختګونو ذکر کوي چې پکې تعلیم ته پراخه رسايي شامله ده. دا چې د طالبانو په دور کې د جینکو په تعلیم پابندي وه ، د ملګرو ملتونو په خبره د واک وروسته یې د نیمو نه زیاتې جینکۍ سکولونو ته ورځي.

ورځپاڼه د نورو ستونزو په حواله لیکي چې هوارول یې زیات ګران دي. او د ملګرو ملتونو له خولې زیاتوي په افغانستان کې د ماشومانو د مړینې کچه تر ټولو لوړه ده چې په څلورو کی یو ماشوم د پنځه کاله نه مخکې مړ شي. داسې ښکاري د نیم ټریلین ډالرو برابر پوځي مرستې او اووه پنځوس بلین ډالرو برابر نیغ په نیغه امداد هم د هیواد په اقتصاد ډېر اثر و نه کړ. چې په دریو کې یو افغان وګړی د ورځې یو ډالر په حساب ګوزاره کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG