د لاسرسي ځای

له یران سره سوداګري نه شو شلولائ.افغان حکومت




رايټرز خبري اژانس د افغانستان د سوداګرۍ د خونې په حواله وايي چې له ايران سره د تجارتي اړيکو د پرې کولو امريکايي غوښتنو ته به غوږ و نه نيسي. دې خونې ويلي، افغانستان که پر ايران لګول شوي د امريکا بندېزونه ومني نو خپل وار د مخه خراب اقتصاد به يې نور هم اغېزمن شي .

د افغانستان د تجارت د خونې دا وينا له هغه وروسته مخې ته راغله چې د امريکا د خزانې وزارت يوه پلاوي تېره اونۍ په کابل کې د افغانستان د دولتي بانک او يو شمېر شخصي بانکونو له چارواکو او سوداګريزه شرکتونو له استازو سره وليدل.

د افغانستان د سوداګرۍ د خونې مرستيال مشر، خان جان الکوزي رايټرز اژانس ته ويلي چې، ايران سره د تجارت په اړه د امريکا له خوا کوم نېغ په نېغه خبرداری نه دی ورکړل شوی، خو که هغوئ رسمي درخواست و هم کړي نو د ده په خبره باوري دی چې افغان حکومت به ورته چټک او څرګند ځواب ووايي.

د اژانس په ليکنه، له ايران سره د افغانستان د تجارت کلنی حجم شاوخوا ۲ مليارد ډالره دی. په داسې حال کې چې د ۲۰۱۴ م کال تر پايه بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي او کېدلای شي په ترڅ کې يې له دغه هېواد سره بهرنۍ مرستې هم راکمې شي، له ايران سره د افغانستان تجارتي اړيکې ښايي نورې هم پياوړې شي.

رايټرز اژانس په رپوټ کې وايي، په افغانستان کې د ايران درې هغه شرکتونه، چې امريکا پرې مالي بندېزونه لګولي دي، خپل کاروباري فعالييتونه پر مخ وړي. اژانس د امريکا د خزانې وزارت د يوه چارواکي ليک برونېن په حواله ليکلي چې نوموړي له افغان چارواکو سره د تېرې اونۍ د ملاقات پر مهال هغوئ ته د ايران له آريان بانک سره د کاروبر نه کولو ارزښت په ډاګه کړ.

اژانس په عين حال کې د ايران د حکومت دريځ راخيستی چې وايي، امريکا او اروپايي ټولنې په خپلو بندېزونو سره و نه شو کړای د دې هېواد د انرژۍ صادرات اغېزمن کړي.

رايټرز اژانس د افغانستان د مرکزي بانک د ګورنر نورالله دلاوري خبره راخيستې چې ويلي يې دي، له آريان بانک سره د کاروبار د بندېز مساله يې د دې هېواد د خارجه چارو وزارت او امنييتي شوری سره شريکه کړې او دا چې په دغه اړه د هغوئ لارښونې او پرېکړې ته انتظار باسي.

ژباړه: هارون باچا

XS
SM
MD
LG