د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جنازه کې ځانمرګي برید تر ۲۵ ډېر افغانان ووژل




د افغانستان له ننګرهار راپورونه وايي، چې د جنازې په لمانځه کې په ظاهره یوه ځانمرګي بمي برید تر ۲۵ ډېر کسان وژلي او د عیني شاهیدینو په خبره تر ۴۰ ډېر ژوبل دي. افغان پولیس وايي، پېښه د ننګرهار ولایت خیتز په دربابا سیمه کې رامنځ ته شوې. د ولایتي پولیس مشر عبدالله ستانکزي د جرمني ډي پي اې خبري اژانس ته ويلي چې د بریدګر نښه ولسوال همېش ګل وو چې په برید کې ژوبل دي.

راپورونه وايي، ځانمرګي برید ګر د یوه مخور قبایلي مشر د جنازې د لمانځه پر مهال د ګڼو خلکو په مینځ کې په ځان پورې تړلي چونکي توکي والوزول. د پولیس مشر ددغه برید تور په طالبانو پورې کړ. خو د طالبانو یوه ویاند آزادي راډيو ته په خپلو څرګندونو کې په دغه برید کې له لاس درلودلو انکار کړی. ددغه ولایت د ختیځ په لرو پرتو سیمو کې ځینو کلیو د طالبانو پر ضد پاڅون کړی.

افغانستان ولسمشر حامدکرزي د ننګرهار ولایت د دوربابا په ولسوالۍ کې د جنازې په لمانځه کې د ځان مرګي ترهګر برید په کلکه غندنه وکړه او د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي وښودله.

حامد کرزي وویل: د اسلام او افغانستان دښمنان دومره حقیر او سپک شوي دي چې حتی د جنازې په دیني مراسمو او ودونو کې هم د د بې ګناه افغانانو له وژلو ډډه نه کوي.

ولسمشر زیاته کړه. د افغانستان د خلکو د دښمنانو لخوا د دا ډول ناروا عملونو ترسره کېدل د اسلام له سپیڅلي دین او د افغانستان له خلکو سره څرګنده دښمني ده چې تر سره کوونکي به یې د لوی خدای له عذاب او د افغان ملت له کرکې پرته بل څه ترلاسه نه کړي.

XS
SM
MD
LG