د لاسرسي ځای

تازه خبر

د رمشا مسيح کېس اوريدنه اووم ستمبر ته وځنډول شوه


ملا خالد جدون چشتي چې د رمشا په کېس کې تورن ګرځول شوي د پولیس لخوا ونیول شو.
ملا خالد جدون چشتي چې د رمشا په کېس کې تورن ګرځول شوي د پولیس لخوا ونیول شو.



د اسلام آباد ايډيشنل سيشن جج د رمشا مسيح د ضمانت درخواست باندي اوريدنه د ٧ ستمبر پوري ځنډولي ده،
نن په سخته سيکيورټي کې رمشا مسيح د اسلام آباد ايډيشنل سيشن جج عدالت ته حاضره کړل شوه خو د پنجاب بار کونسل د هړتال له وجې د کيس اوريدنه ونشوه.

د رمشا مسيح وکيل طاهر نويد د وينا تر مخه چې نن ټول وکيلان په هړتال و خو د دې باوجود موږ عدالت ته د رمشا د ضمانت لپاره حاضر شو. عدالت موږ ته د غرمې دولس بجو پورې وخت راکړ، که هړتال ختم شي نو د کيس اوريدنه به وکړي خو وکيلانو خپل هړتال ختم نکړو نو ورستو عدالت د کيس اوريدنه د رواني مياشتي ٧ نيټي پوري وځنډوله.

طاهر نويد وويل چې د ملا خالد جدون چشتي کيس مخي ته راتللو ورستو سره یې کېس نور هم مضبوط شوی دی، او هیله من دی چې راتلونکې اوريدنه کې به د رمشا ضمانت وشي.

د رمشا مسيح کيس هغه وخت کې يو نوې بڼه واخیسته چې کله تيره ورځ د دغه کيس ګواه او د جمات ملا خالد جدون چشتي په دې کيس کې تورن وګرځول شو او مقامي عدالت لخوا د ١٤ ورځو په ريمانډ پوليسو ته حواله کړل شو.

د مشال راډيو خبریال احمد الله د ددې پوښتنې په ځواب کې چې په خالد جدون چشتي لګيدلو تورونو سره د رمشا مسيح په کيس څه فرق پريوتلای شي که څنګه؟ د قانوني چارو کارپوه بيرسټر باچا وويل، چې د دغه جومات نائب امام محمد زبير که داسي بيان ورکړی واﺉ چې رمشا خو عامې پاڼې سوځولې وې خو ملا خالد جدون پکې د قران شريف پاڼې شاملې کړي او وسوځولې نو بيا خو د رمشا کيس ډير مضبوطيدو، خود محمد زبيې له بيانه داسې ښکاري چې رمشا هم قران پاک پاڼې سوځولې وي او ملا خالد جدون هم پکې پاڼې ورشاملې کړي نو داسي خو دوړه په دې جرم کې ککړ شو.

بيرسټر باچا وايي چې د محمد زبير بيان لوجې رمشا ته دا فائده رسيدلای شي چې د خلکو دباؤ به په عدالت لږ کم شي او چې کوم سړي دا معامله رپورټ کړي وه چې رمشا قران شريف پاڼې سوځولې وې نو هغه هم په دي کيس کې ککړ شو نو د دغه هم لږ ډيره فائده رمشا ته رسولای شي.

ياده دې وي چې په رمشا مسيح د قرآن شريف د ځینو برخو د سوځولو تور دې او قريبا درې اونۍ وړاندې هغه مقامي پوليسو نيولي وه.

XS
SM
MD
LG