د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ښځو حقونو بل، که د ښځو په اړه ټولنیز شعور




انیسه اجمل - مشال راډيو

پراګ:- د خیبر پښتونخوا په صوبايی اسمبلۍ کې تیره اونۍ په ښځو د کورني تشدد په اړه یو بل د منظورۍ لپاره وړاندي کړل شو. دغه بل چې د پیپلز ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړې نور سحر وړاندې کړی وو چې پرې د مختلفو ګوندونو لخوا اعتراضونه شوي وو .

په دې اړه د اسمبلۍ غړې نور سحر وايي، دا بل د ټولو په ګټه دی: ( دا بل د کور د هر یو تن د ژوند خوندي ساتلو لپاره دي او موږ اوس له تیارو وتل غواړو ، که څوک د دې بل مخالفت کوي او که هر څه کوي، خو چې موږ د ښځو لپاره قوانین جوړ نه کړو نو سړي خو یې نه جوړه وي.)

دا چې په دې بل کې داسې کومې خبرې وې چې پرې د نورو ګوندونو لخوا اعتراضونه وشول. د مسلم لیګ ق ګوند د اسمبلۍ غړې نګهت اورکزۍ وايي،( په دې بل کې راغلي دې که چرې په یو کور کې خاوند پخپله ښځه تشدد وکړي او دغسې که مور پلار خپلو ماشومانو یا د کور له یو ملازم سره زیاتی وکړي نو د هغه پر ضد به قانوني کاروايي کېږي. په بل کې دا نه وو لیکل شوي چې د قانوني کاروايي یا د سزا حد به څه وي ځکه پرې نورو ګوندونو اعتراض وکړ، چې دا بل دې د نور بحث لپاره کمیټۍ ته وړاندې کړل شي.)

د بشري حقونو کارپوه ثمر من الله وايي، صوبايي اسمبلۍ ته د وړاندې شوي بل په حمایت کې وول، چې دا یو کورنۍ له دایمي تشدد رباسي. (په پاکستان کې که د یو کور دننه له ښځو، ماشومانو یا د کورنۍ له نورو کسانو سره تشدد وشي نو زیاتره په دې وجه رپورټ نشي چې خلک يی یو ذاتي مسله وګرځوي. او د نړۍ په زیاتره هیوادونو کې د ښځو د حقونو په اړه بحثونه ختم شوي خو په پاکستان کې اوس د ښځو په اړه بلونه اېله د بحث لپاره وړاندي کیږي او بیا هم د مختلفو خبرو له وجې یې منظوري ځنډول کېږي)

په پاکستان کې د عورت فاونډیشن اداري د دوه زره دولسم کال د کلني رپورټ له مخې په دوه زره یولسم کال کې له ښځو سر د کورني تشدد تر شپږو سوو زیاتي پیښې رپورټ شوي دي .

XS
SM
MD
LG