د لاسرسي ځای

تازه خبر

بهرني مېشتي پښتانه په خپل وطن غمژن دي



هارون باچا- مشال راډيو

پراګ:- د لر او بر پښتونخوا د پام وړ يو شمېر خلک د ښه روزګار او ژوند په لټه د نړۍ ګوټ ګوټ ته رسېدلي دي . دوئ په دې سربېره چې د کار شرطونه يې عموماً سخت وي او په ديار غير کې د کورنۍ د ساتنې درنه ذمه واري يې هم په غاړه وي، خو له دې سره سره تل د خپل وطن او خلکو د ښېګڼې په غم کې وي.

د نړۍ په بېلا بېلو هېوادو کې مېشتو دې پښتنو وګړو د خپلې ژبې او کلتور د ودې او خپلو وطنوالو ته د مرستو رسولو لپاره ځانګړې ټولنې هم جوړې کړې دي. دوئ تر هر څه زيات، په وطن کې له تېرو څو کلونو راهيسې روانو د ترهګرۍ پېښو اندېښمن کړي او غواړي چې له خاورې يې د جګړې او ناامنيو ټغر ټول شي .

د امريکا په شېکاګو ښار کې مېشت د مردان د سيمې سيد عمر خان، چې د دغه ښار د پښتنو د ټولنې مشر دی وويل، دوئ هڅه کوي د خپل وطن حالات او د خپلو خلکو ستونزې د امريکايي ادارو له بانفوذه اشخاصو سره شريکې کړي . او کله چې هم په وطن کې ناورینونه راغلي دي، مرستې یې وراستولې دي.

خو د بريتانيا په مانچسټر ښار کې مېشت د ملاکنډ له بټ خېلې سره تعلق لرونکي قانون پوه او د دغه ځای د ټولنې يوه فعاله غړي ذاکر حسين مشال راډيو ته وويل چې په بهرنۍ نړۍ کې ژوند کوونکي پښتانه که چيرې خپلو هېوادوالو ته د خيراتونو پر ځای د دوئ د ترقۍ اسباب او توکي ولېږي نو دا به ورته ګټه ورسوي.

(( موږ شکر دی په ټوله دنيا کې خواره يوو، خو هغه د سايل صيب شعر دی چې (که د بيټ نيکه دعا وه خو پوره شوه ـ خو پښتون چې څومره ډېر شو هومره زېر شو .) د پښتنو چې په بېلو بېلو هېوادونو کې کومې ټولنې دي، هغوئ ډېر ښه رول لوبولای شي او هغه دا چې د خيرات دا تصور دې ډډې ته او پر ځای دې يې د خپل وطن د ترقۍ خبره وکړي . په دې غرب کې امنيت ولې دی ؟ خو دا چې دلته ترقي ده کنه .))


له مانچسټره ‌ذاکرحسين هم په دې اند دی چې په غربي نړۍ کې مېشت پښتانه کولای شي له ځايي وګړو سره د خپل کلتور او آرټ په شريکولو د پښتون قوم په اړه د دوئ په سوچ کې مثبت بدلون راولي .

((دوئ که د خپل کلتور، تاريخ، ژوند او آرټ په اړه سرګرمۍ پيل کړي نو د دې هېوادونو له وګړو سره يو ځای کېدای شي او له هغوﺉ سره د خپل وطن د پرمختګ خبره کولای شي . ډېر ښه رول لوبولای شي خو طريقه يې دا ده چې له ځايي ټولنو سره د خپلې ټولنې او خپلو خلکو پېژندګلوي وکړي .))

هم د ذاکر حسين په خبره، په بهرنۍ نړۍ کې مېشت پښتانه د يوې سياسي لابي په توګه کولای شي چې له نړيوالو طاقتونو سره په تماس د خپلې خاورې د حالاتو ښه کولو په باب هغوئ ته ريښتونی انځور وړاندې کړي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG