د لاسرسي ځای

پېښور:دامریکې کونسلګرۍ پر ګاړي برید دوه تنه ووژل






د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د امریکايي کونسلګرۍ پر یوګاړي چاودنه شوې چې په کې دوه تنه ووژل شول او د کونسلګرۍ د دوو چارواکو په ګډون ۱۹ تنه ټپیان دي.

چاودنه د ښار د یوې ډېرې حساسې سیمې یونیورسیټي ټاون په چنار سړک وشوه، چې هدف یې د امریکايي کونسګرۍ ګاډی وو.


د پېښور د پولیسو مشر امتياز الطاف وايي، چې په چاودنه کې له ۱۰۰نه تر ۱۱۰ کلوګرامه پورې چونکي توکي کارول شوي.

په دغه سيمه کې د یو اين ایچ سي آر ، د یوې نجي امنیتي کمپنۍ، په ګډون یو شمیر د نورو نړۍ والو او ملکي ادارو دفترونه دي.

د مشال خبر يال وايي، چاودنې ګڼو ګاډو ته زیان رسولی او د بجلۍ ستنې او ټرانسفارمرې راپریوتې دي،

تر دا مهال ددي چاؤدنی پړه کومی وسله والي ډلي پر غاړه نه ده اخستي.

XS
SM
MD
LG