د لاسرسي ځای

اقتصادي نړۍ (د سوات ځنګلونه او اقتصاد- اوله برخه)


سوات سېلاوونو ډېر ځپلی وو

سوات سېلاوونو ډېر ځپلی وو

پامیر ساحل

د اقتصادي نړۍ پاڼې ته ښه راغلاست.

په تېرو دوو خپرونو کې مو د پاکستان د خیبر پښتونخوا د سوات پر زرعي اقتصاد بحث کړی وو. په هغو خپرونو کې دوه لوی لاملونه ښودل شوي ول چې د سیمې د خلکو ژوند یې په اقتصادي توګه ځپلی دی.


یو لامل د طالبانو واکمني او بل هغه د ۲۰۱۰ز کال سېلاوونه وو. په سوات کې د ځنګلونو او زرعي اقتصاد کار پوهان وايي، طالبانو د دې سیمې ځنګلونه هم وهلي دي او د ځنګلونو ونو مسلسل وهل اصلاً په دې سیمه کې لوی سېلاوونه راوستل.

په سوات کې د زرعي اقتصاد څېړونکی فضل مولا د خپلې سیمې د ځنګلونو ارزښت په اړه مشال راډیو ته تفصیل ورکړ.

د سوات کرنیز اقتصاد- لومړۍ برخه

د سوات کرنیز اقتصاد- دویمه برخه

د سیمې یو بل کار پوه محمد روشن وايي، د سوات د ځنګلونو وهل کېدل نننۍ خبره نه ده، بلکې هغه مهال چې سوات د پاکستان د یوې برخې په توګه له دې هیواد سره یوځای شو، نو بې له فکره د دې سیمې ځنګلونه وهل شوي دي.


څېړونکی او کار پوه فضل مولا وايي، د طالبانو په وخت کې د سوات لږ تر لږه ۲۰ فیصده ځنګلونه ختم کړل شول.

دی وايي، د طالبانو په وخت کې د لرګي مافیا او طالبان سره یو ول.

خو د ملاکنډ د چارو کار پوه او فعال حاضر ګل چې یوه نادولتي اداره کې کار هم کوي وايي، په سوات کې ځنګلونه د پاکستان پوځ د امنیت په نوم هم وهلي دي.

حاضر ګل وايي، سوات ته داسې ګاډي راځي چې هیڅ کس ورته څه نشي ویلای او په زرګونه فټه قیمتي لرګی وړي.

درېواړه کار پوهان په دې اند دي چې په سوات کې د ځنګلونو ونې په ناقانونه توګه وهل کېږي او د چاتراشو یا ټېمبرو مافیا په کې لاس لري.

محمد روشن وايي، دې صورتحال که د سوات مزدور ته مالي ګټه رسولې وي نو هغه بیله خبره ده، خو په ټولیزه توګه یې د سیمې اقتصاد ته زښت تاوان رسولی دی.

محمد روشن وايي، البته په قانوني توګه چې کله د ځنګلونو ونې وهل کېږي نو بیا د سوات ولس ته ګټه رسي، خو ناقانونه کار نه یوازې دا چې ګټه یې نه ده رسولې بلکې خلک یې غریبان کړي دي.

د زرعي اقتصاد کار پوه فضل مولا د خپلو خبرو پر وخت وویل، له کالامه تر بټخېلې پورې پراخه سیمه له ځنګلونو ډکه وه چې په سېلاوونو کې ورته تاوان ورسېد.

دی وايي، په ټولیزه توګه د سوات د ټولو ځنګلونو له ۳۰ تر ۳۵ فیصده پورې برخه تباه شوې ده.


د چارو کار پوه محمد روشن وايي، د ونو قانوني وهلو کې هم تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې دا کار ټېکه دارانو ته سپارل شوی دی او هغوی چې بیا یې څنګه زړه وي، هسې ونې وهي.

فضل مولا مشال راډیو ته وویل، د ونو وهلو اقتصادي تاوان ډېر زیات دی. دی وايي د ونو وهلو میکانېزم ته هیڅ اقتصادي فعالیت نه وايي.

تاسې د کار پوهانو خبرې واورېدې چې څنګه د طالبانو له وخت راهیسې د سوات ځنګلونه وهل شوي دي. په راتلونکې خپرونه کې به دا واورئ چې ایا د سوات ځنګلونو وهلو له کبله په سیمه کې ماحولیاتي بدلونونه راغلي او که نه؟ د دې تر څنګ له چارواکو سره به هم وغږېږو چې هغوی د ځنګلونو ساتلو او د نورو ونو، بوټو نهالولو له پاره څه کوي؟

خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
XS
SM
MD
LG