د لاسرسي ځای

اقتصادي نړۍ (د سوات کرنیز اقتصاد-دویمه برخه)


پامیر ساحل

د اقتصادي نړۍ پاڼې ته ښه راغلاست.

په تېره خپرونه کې مو د پاکستان د سوات پر کرنیز اقتصاد بحث کړی وو. په هغې خپرونه کې تاسې واورېدل چې څنګه طالبانو، بیا سېلاوونو او تر هغې وروستۍ سږنۍ وچکالۍ د دې سیمې زراعت ته تاوان ورساوه او د کروندګرانو ژوند یې خراب کړ.


په سوات کې د کرنیزو څېړنو د مرکز ډاکتر نعیم خان له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت وویل، سږنۍ وچکالۍ د سیمې نورو فصلونو ته تاوان رسولی دی خو شولو ته هیڅ تاوان نه دی رسېدلی.

ډاکتر نعیم خان وايي، د ۲۰۱۰ز کال سېلاوونو د شولو کرنیزه ځمګه شګلنه کړې ده.

د سوات کرنیز اقتصاد- لومړۍ برخه

دی وايي، دوی چې د شولو کوم قسم کري هغه ډېر زیات پیداوار کوي.

له ډاکتر نعیم خانه مې پوښتنه وکړه چې دومره زیاته شوله کېږي نو ایا دا نورو هیوادونو ته هم برامدوي او که نه؟

دی وايي، دا غټه وریژه ده او په پاکستان کې دننه استعمالېږي.


ډاکتر نعیم خان مشال راډیو ته د دې وریژې د قسم په اړه تفصیل ورکړ.

ده وویل، دا د یخو سیمو فصل دی او د پاکستان په نورو سیمو کې هم کرل کېدای شي.

سوات د خپلو مېوو له پاره هم ډېر مشهور دی. دلته مڼه، شفتالو، الوچه، ناشپاتی، ګیلاس یا چیري او املوک پیدا کېږي.

د زرعي اقتصاد کار پوه او څېړونکی فضل مولا وايي، په سوات کې پر ۳۵ زره ایکړه باغونه ولاړ دي.

فضل مولا وايي، کله چې د مېوو ونې ګل نیسي نو هغه وخت ورته د اوبو ډېره اړتیا وي او که اوبه ورته ورنکړل شي نو ګلونه رژېږي او د مېوې پیداوار کمېږي.

د زرعي اقتصاد کار پوه فضل مولا وايي، کله چې باران ونشي نو بیا د مېوو ونې ناروغه کېږي او خراب حاصل ورکوي چې بیا یې قیمت کم وي.

د خیبر پښتونخوا د زراعت وزیر ارباب ایوب جان بیا دا خبره نه مني او وايي وچکالۍ باغونه دومره نه دي ځپلي.

فضل مولا وايي، حکومت د سوات زراعت له پامه غورځولی دی.

دی وايي، په دې سیمه کې د حکومتي ادارو کار د نا هیلۍ وړ دی.

د خیبر پښتونخوا د کرنې وزیر ارباب ایوب جان ته مې وویل چې د کروندګرانو په خبره، دوی په سوات کې هغه ویالې بیا نه دي جوړې کړې چې په ۲۰۱۰ز کال کې سېلاو وړې وې.

دی وايي، ۴۰۰ ویالې یې بیا جوړې کړې دي او نوي باغونه یې هم لګولي دي.

ارباب ایوب جان وايي، په ټوله صوبه کې د سوات کروندګري تر ټولو زیات حاصل کوي.

دی وايي، یو د مڼو قسم او بل د شولو یو قسم حکومت په سوات کې کرلی دی او دا به نه یوازې پیداوار زیات کړي بلکې ناروغه کېږي به هم نه او ځکه به د سپرې ګانو ضرورت ورته نه وي.

ارباب ایوب جان وايي، طالبانو او سېلاوونو د سوات زراعت ته ډېر تاوان رسولی دی او دوی یې د رغاونې کار کوي او په دې ترځ کې ورته اعلا وزیر امیر حیدر خان هوتي د ۵۰ کروړه روپیو فنډ منظور کړی دی.

د کرنې وزیر وايي، په سوات کې یې د مېوو د ساتلو له پاره له ایټالیوي حکومت سره خبره کړې ده.

د ده په خبره، اېټالیا په سوات کې د زیتونو د ښه پیداوار له پاره هم ورته پیسې ورکوي او د مېوو ساتلو له پاره هم ورته زېرمتونونه جوړوي.

خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې بشپړه واورئ.
XS
SM
MD
LG