د لاسرسي ځای

تازه خبر

پرعیسوۍ نجلۍ دقران دسپکاوي تور لګونکی ملا ونیول شو


خالد چشتي د پولیسو په ولکه کې
خالد چشتي د پولیسو په ولکه کې


احمدالله / اسلام اباد


د اسلام آباد جوډېشل مجسټرېټ دعيسايي جېنۍ رمشا مسيح خلاف د قران کريم دبې حرمتۍ چل جوړوونې په تور، تورن يو ملا د ۱۴ ورځو لپاره د پولیسو په ريمانډ کې ورکړی.ملا خالد جدون چشتي بيګا د اسلام اباد سره نږدې نيول شوی وو.

د نوموړي ملا خلاف ، د اسلام اباد میراجعفر سیمې د یو جومات نایب امام حافظ زبیر پولیسو ته بیان ورکړی و چې ګواکې هغه د رمشا مسیح په کیس کې شهادتونه خراب کړي او په سوزیدلو پاڼو کې یې د قران شریف نورې پاڼې شاملې کړي دي.


له دې وروسته اسلام اباد سره نږدې د رمشا کليوالو هغه مقدساتو ته په سپکاوي تورنه کړې وه او هغه دا مهال په جيل کې ده.

په پاکستاني قانون کې اسلامي مقدساتو ته د توهين په تور کې آن د عمر قيد او يا هم د پانسۍ سزا اوريدل کيدای شي.

په دغه لړ کې بیګا شپې پولیسو د یوې چاپې دوران د جومات امام خالد جدون چشتي ونیولو . وروسته نوموړی د جوډیشنل مجسټریټ نصر من الله بلوچ عدالت ته وړاندې کړی شو.

عدالت هغه د څوارلسو ورځو په ریمانډ پولیسو ته وسپارلو او ورته یې حکم ورکړو چې د ستمبر په ۱۶ مه نیټه دې هغه بیا عدالت ته حاضر کړی شي.

د نیول شوي ملا وکیل د عدالت د پریکړې وروسته رسنیو ته وویل،د رمشا مسیح په کیس کې دې یوازې خالد جدون چشتي نه شاملوي ، بلکه ملزمه دې یوازې وساتلی شي.

د زنانواو بشري حقونو لپاره کارکونکې يوې غير سرکاري ادارې عورت فاونډيشن يو چارواکی عاصم ملک وايي چې د رمشا په کيس کې چې کوم تحقيقات وشول، نو د هغې مثبت نتائج مخي ته راغلل، اوس پارليمان له پکار دي چې نه صرف د توهين رسالت په قانون کې بدلون وکړي بلکه هغوخلکو ته دې هم سخته سزا ورکړي څوک چې ددې غلط استعمال کوي.

بلخوا ديني مشر مولانا محمد سردار لغاري وايي چې په اسلام اباد کې چې دا کومه واقعه رامخي ته شويده د دې په صحيح توګه پلټني پکار دي او که رمشا بي ګناه وي نو پکار ده چې حکومت يې خوشي کړي او د هغو خلکو په ضد دې ګامونه پورته کړي، چا چې پر رمشا په دروغه الزامونه لګولي وو.

په پاکستان کې د توهین رسالت موضوع ډیره حساسه ګڼل کیږي او تر رمشا وړاندې نور لږکیان هم د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

چارواکي هم په دې موضوع هله په اسانه نظر نه ښکاره کوي، دپنجاب پخوانی ګورنر سلمان تاثیر چې د توهین رسالت په جرم د تورنې پیژندل شوې یوې نجلۍ پوښتنې ته ورغلی و، د خپل یو ځان ساتونکي له خوا ووژل شو.

همدارنګه د پیپلز ګوند سره تعلق لرونکې شیري رحمان ته هم ځینو خلکو د مرګ ګواښونه کول، چې ګواکې دې د توهین رسالت په قانون کې د ترمیم راوستلو خبره کړې ده ، نوموړې دا مهال په امریکا کې د پاکستان سفیره ده.

XS
SM
MD
LG