د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې پرون او نن ۹ کسان په هدفي توګه وژل شوي



د بلوچستان په مرکز کوټه کې د شنبې په ورځ د هدفي وژنو او تاوتریخوالي په لړ کې د وژل شوو شمېر نهو ته رسېدلی دی.


د کوټې په هزارګنجۍ سیمه کې پرون له شیعه مسلک سره اړه لرونکو اوو هزاره ګانو تر وژل کېدو وروسته په ښار کې احتجاج پېل شو.

د مشال راډیو خبریال وايي چې د همدې احتجاج په ترڅ کې د ښار پر رئیساني سړک د پارېدلو خلکو په ډزو کې دوه تنه وژل شوي دي او لس نور ژوبل دي.

هزاره ډیموکرېټک ګوند په هزارګنجۍ کې د وژل شوو اوو هزاره ګانو د وژنې پر ضد نن په کوټه کې مکمل هړتال اعلان کړی دی. دوی وايي چې نه به خلک موټرونه راباسي او نه به دوکانونه پرانیزي.

بلې خواته وسله والې ډلې لښکر جهنګوي ویلي چې په هزارګنجۍ کې کسان دوی وژلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG