د لاسرسي ځای

تازه خبر

مرکه: په امریکا کې د پښتنو نړیوال کنفرانس جوړېږي


د امريکا ميری ليڼډ کې د یکشنبې (اتوار) پر ورځ د پښتنو يوې ټولنې ((پښتون امريکن کميونټي ايسوسي ايشن)) تر سیوري لاندې د پښتو نړيوال کنفرانس کېږي.

په دې غونډه کې به د پښتو ژبې نامتو ليکوالان، پوهان او شنونکي ګډون کوي.

د پښتو نړیوال کنفرانس د بورډ غړی قاسم یوسفزی
د پښتو نړیوال کنفرانس د بورډ غړی قاسم یوسفزی
د پښتون امريکن کميونټي ايسوسي ايشن د بورډ يوه غړي قاسم يوسفزي له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې د نړيوال کنفرانس جوړولو موخه د پښتو کلتور او ژبه ژوندي ساتل دي.

د مشال راډیو خبریال ګل ایاز له قاسم یوسفزي سره په دې اړه مرکه کړې ده چې د غږ (ږغ) په ځای کې یې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:52 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


هغه کسان چې په کنفرانس کې ګډون نشي کولای نو د فېسبوک او سکایپ په وسیله دا غونډه لیدلای شي.

د پښتو نړیوال کنفرانس په اړه د نورو مالوماتو له پاره په لاندینیو پتو اړیکي ونیسئ:

ووبپاڼه: www.pakhtoonusa.org

ټیلي فون: (410) 505-8601- 001

برېښلیک: info@pakhtoonusa.org

د لیک پته: P.O.Box. 1493, Laurel, MD 20725

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG