د لاسرسي ځای

تازه خبر

'تبلې جوړوم او د ژوند بېړۍ پر چلوم'


باز محمد عابد

جلال اباد - سره له دې چې د ننګرهار سندرغاړي د موسيقۍ الات لکه تبله ارمونه او رباب د پاکستان له پنجاب څخه راوړي، خو د جلال اباد ښار کې يو د ميرزمان په نوم تن داسې هم شته چې عمر يې تر ۷۰ کلونو اوړي، خو اوس هم تبلې جوړوي او د هنرمندانو اړتياوې پرې پوره کوي.


دا چې دغه عمر خوړلي بابا د تبلې د جوړولو هنر چيرته زده کړی، دا پوښتنه دا رنګه ځوابوي:

((۱۰ کاله به کيږي چې د تبلې جوړولو کار مې کوم او دا کسب ما د خپل مجبوريت نه په پيښور کې زده کړی دی. له پيښوره چې لس کاله د مخه راستون شوی يم، سامان ورته د لاهور نه راوړو او بس تبلې جوړوم او د خپل ژوند بيړۍ پرې چلوم.))

پخوا هم په جلال اباد کې د تبلې جوړولو استاکاران وو، خو ميرزمان بابا وايي چې اوس د تبلې جوړولو کار يوازې ده ته پاتې دی.

((تر ما د مخه دلته ستار استاد د تبلې جوړولو کار کولو، هغه له سترګو ضعيفه شو. هغه پريښوده. بيا دا زما تر څنګ يو تن دی چې ملنګ نوميږي، هغه جوړولې او اوس زه په ننګرهار کې يوازينی کس يم چې تبلې جوړوم.))

دا چې له ده وروسته به د تبلې جوړولو کار په جلال اباد کې دوام ومومي او که څنګه دا پوښتنه استاد ميرزمان داسې را ځواب کړه:


((دا اوس چې تبلې جوړولو باندې لګيا دی، نورزمان نوميږي چې دا مې زوی او شاګرد دی. او دا بل ځوان مې هم شاګر دی، دې دواړو د تبلو جوړولو چل زده کړی دی. او زه باور لرم چې تر ما وروسته به دې کسب ته دوی ملا وتړي.))

کله چې مو له استاد ميرزمان څخه د تبلې غږولو غوښتنه وکړه، هغه خپل زوی او شاګرد نور زمان ته اشاره وکړه او هغه د ورته لستوڼی را بډ وهل او څو ډوله تبله يې وغږوله.

استاد مير زمان وايي، هنرمندان ورته د هر قسم تبلې د جوړولو فرمايش ورکړي دی او د ده شاګردان يې جوړولی شي.
XS
SM
MD
LG