د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ د بېښو عوامل


په پېښور کې وخت تر وخته چاودنې کېږي. دا هغه بس دی چې په چاودنه کې ویجاړ شوی وو.
په پېښور کې وخت تر وخته چاودنې کېږي. دا هغه بس دی چې په چاودنه کې ویجاړ شوی وو.
ګل ایاز

پراګ - په دې وروستيو کې په خيبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې سېوا شوې دي. د ترهګرۍ تازه پېيښه د اګست په ۳۱ نېټه د پېښور ښار شا و خوا سيمه متنو کې شوې چې له ۱۰ زیات کسان په کې ووژل شول.


دا هغه سيمه ده چې له پوليسو سره سره قامې لښکرې هم د وسله والو پر ضد د امن ساتلو له پاره په کې کار کوي. په دې سيمه کې وسله والو د قامی لښکر دوه مشران مخکې ووژل. د متنو بازيد خېلو ملک دلاور په دې وروستيو کې قامی لښکر له دي وجې ختم کړ چې حکومت ورسره مرسته نه کوله.

ملک دلاور د امنيتي ستنونزو له کبله نن سبا د متحده عرب اماراتو په دوبۍ کې اوسي. د هغه ورور فرمان علې چې د امن لښکر غړی دی، مشال راډيو ته وويل چې وسله والو طالبانو دا سيمه د لارې په توګه استعمالوله خو دوی په کاميابی سره دغه وسله وال شړلي او د حکومت عملداري يې پر ځای کړې وه، خو فرمان علي له حکومته شکايت وکړو چې ورسره مرسته یې نه کوله:

((ما سره کميونټي پوليسو رضا کاران دي، دوی په پوليسو کې برتي شول او ژمنه ورسره وشوه چې د سبزۍ، مزدورۍ ضرورت به نه وي، دا به ستاسو روزګار وي او تنخا به درته ملاوېږي. خو حکومت تنخا او نور مراعات بند کړي دي. دا درېيمه مياشت ده چې ټول هلکان بی روزګاره راسره ناست دي، [له] دوی سره د بچیو رزق هم نشته. موږ يې له روزګاره هم و ايستو، په بلا يې هم واړولو، موږ يې ورته مخامخ کړو او بيا يې پرېښودو.))

په خيبر پښتنونخوا کې د ترهګرۍ تازه لړۍ ته کارپوهان مختلف نظرونه لري. په پېښور کې خبريال جاويد عزيز خان وايي په قبايلي سيمه کې پوځي عملياتو له کبله وسله وال طالبان پېښور په نښه کوی، د جاويد عزيز په وينا وسله وال تر لږې خاموشۍ وروسته ترهګر بريدونه کوي او په ځانګړې توګه د پېښور مضافاتي سيمې د وسله والو اسانه هدف دي.

د حکومت د هلو ځلو په اړه خبريال جاويد عزيز زياتوي: ((د حکومت يوه ډېره ناکامه پاليسي ده، حکومت همېشه په وقتي توګه د دې مسلې حل راوباسي، او په دې غور نه کوي چې د دې مسلې به اوږد مهاله نتيجې څه وي. چې کله قامي لښکرې جوړې شوې نو خلکو ګومان کاوه چې دا به غلط استعمال شي او په د لښکرو کې جرايمو کې ککړ کسان دننه شي، او داسې شوي هم دي. په هم دې وجه حکومت قامي لښکرو سره مرستي کمي کړی او موږ ګورو چې دا سيمې بيا د وسله والو لپاره اسانه هدف ګرځېدلې دي.))

خو د خيبر پښتونخوا سنير صوبايي وزير بشير احمد بلور وايي چې په ګوريلا جنګ کې چرې هم وسلوال نه دي کامياب شوي او تاريخ ښيي چې ولسي حکومتونو په دي جنګ کې بري ترلاسه کړي.

د بشير احمد بلور په وينا په خيبر پښتونخوا کې د ترهګري تازه بريدونو لړي په قبايلي سيمو اورکزو او جنوبي وزيرستان کې د سختو پوځي عملياتو ردعمل دي. د خيبر پښتونخوا سنير صوبايي وزير بشير احمد بلور مشال راډيو ته وويل چې قامی مشرانو په مرسته د ترهګري د پيښو مخنيوي لپاره په ګډه کار کوي.

بشير بلور زياتوي: ((په جنوبی وزيرستان او اورکزو کې ډيره سخته کارواي شوي، د دي په ځواب کې وسلوال کوشش کيي چې په پيښور بريدونه وکړي او دا وښايي چې دوي هم بدله واخسته. مونږ کله هم دا نه دي ويلي چې سل فيصده علاقي مو کنټرول کړي دي، خو دا خبره دعوي سره کوم چې څنګه مو په سوات کې امن راوستي هغه شان به نورو سيمو کې هم امن پرځای کړو. ترڅو د امن لښکرو خبره ده نو دوي سره دا اختيار نشته چې پخپله کاروايي وکړي، دوي به پوليسو سره په ګډه کار کوي ځکه چې يواځي کاروايي سره د امن وامان صورتحال خرابيدي شي. د حکومت لخوا څومره مرسته کولي شو هغه به کوو.))

د کارپوهانو په نظر هم په خيبر پښتونخوا کې د ترهګري مخنيوي لپاره د ولس مرسته ترلاسه کول ډير زياته مهمه ده او پکار ده چې حکومت په جدي توګه په دي کار وکړي.
XS
SM
MD
LG