د لاسرسي ځای

تر هدفي وژنو وروسته په کوټه کې احتجاجي مظاهرې


په نننۍ پېښې کې د وژل شویو خپلوان خپلو مړو ته ویر کوي

په نننۍ پېښې کې د وژل شویو خپلوان خپلو مړو ته ویر کوي

خدای نور ناصر

کوټه - د پاکستان کوټې په هزار ګنجي سیمه کې د اووه هزاره ګانو تر وژنې وروسته د هزاره قبیلې او له شیعه مسلک سره تعلق لرونکو کسانو د ښار په بېلا بېلو سیمو کې په احتجاج لاس پورې کړی دی.


د ایدي مرستندويه ادارې د کارکوونکو په وینا د همدې احتجاج په ترځ کې پر رییساني سړک درې تنه هغه مهال ژوبل شول، چې د امنيتي ځواکونو او احتجاج کوونکو تر منځ ډزي وشوې.

له دې سره چې د ښار په بېل بېل سیمو کې لا هم احتجاج روان دی، ګڼ شمېر کسانو د بلوچستان د پولیسو مشر د دفتر مخې ته هم لاریون وکړ، او د هغه پر ضد يې شعارونه ورکړل.

هلته د وژنو په اړه د کوټې د هزارګنجي سیمې پولیسو وویل: ((د شنبې پر سهار په یاده سیمه کې وسله والو اووه تنه وژلي چې د اووه واړو تعلق له شیعه مسلک سره دی.))

په سیمه کې موجودې مرستندویه ډلې دوې بېلا بېلې پېښي یادوي، چې په لومړۍ پېښه کې پینځه او په دومه هغې کې دوه تنه وژل شوي، خو د یادې سيمې د پولیسو مشر لیاقت علي بیا دا يوه پېښه بولي، چې د ده په خبره په کې اووه تنه ووژل شول.

((دا يوه پېښه ده، چې وسله والو په کراچۍ سړک هزار ګنجي کې په ډزو اووه تنه ووژل. برید کوونکي تر پېښې وروسته په تېښته کې بریالي شوي.))

دوه ورځې وړاندې په همدې ښار کې د کوټې د سېشن کورټ ايډیشنل سیشن جج ذوالفقار نقوي په هدفي وژنه کې وژل شوی وو.

تر اوسه اووه هزاره ګانو د وژنې پړه هیڅ یوې ډلې یا کس نه ده منلې.
XS
SM
MD
LG