شبیر احمد جان
پېښور - د پاکستان خیبر پښتونخوا د پېښور په متنو سیمه کې په یوه موټر کې چاودنه شوې ده چې له امله یې۱۱ تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.
دا چاودنه د تېر ماښام تر لمانځه لږه شېبه وړاندې شوې ده.
د پېښې یوه عیني شاهد بنارس خان وویل، په پېښه کې د ده یو شمېر خپلوان وژل شوي دي.
یوه بل کس ارشد مشال راډیو ته وویل، په دې چاودنه کې د ده پلار او د کورنۍ نور درې غړي وژل شوي دي. ده وویل، حکومت باید د داسې پېښو مخنیوی وکړي.
ارشد وویل، وسله والو د دوی سیمه ((ډېره خرابه کړې ده.)) ده زیاته کړه ((الله دې [وسله والو] ته هدایت وکړي او که هدایت یې په قسمت کې نه وي نو خدای دې تباه و برباد کړي چې دا نور مسلمانان ترې بچ شي.))
د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین مشال راډیو ته وویل، کله چې مستري په موټر کې کار کاوه، نو هغه وخت چاودنه شوې ده. دی وايي، داسې پېښې د حکومت او ولس ((حوصله نه شي ماتېدای.))
د پولیسو له وینا سره سم، په موټر کې شا و خوا ۳۰ کیلو ګرامه چاودونکي توکي ول.
ژوبل شوي کسان د پېښور لېډي ریډنګ روغتون ته وړل شوي ول چې په کې شپږ کورونو ته استولي شوي او ۱۰ نور اوس هم تر درملنې لاندې دي.