د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې اووه هزاره ګان وژل شوي دي



خدای نور ناصر

کوټه- د پاکستان بلوچستان په کوټه کې د هدفي وژنو په دوو پېښو کې اووه کسان وژل شوي دي.


د پولیسو له وینا سره سم، دواړه پېښې د شنبې پر سهار د کوټې په هزار ګنجي سیمه کې شوې دي.

پولیس وايي، لومړۍ پېښه داسې وشوه چې په یوه بس کې د هزاره قبیلې پینځه کسان سپاره ول، وسله والو دا بس درولی دی، هزاره ګان یې ترې کښته کړي دي او بیا یې ورباندې ډزې کړې دي.

پولیس زیاتوي، دویمه پېښه هم په هزار ګنجي سیمه کې شوې ده او وسله والو دوه کسان وژلي دي. وژل شوي دواړه هم هزاره ګان ول.

تر اوسه د پېښې پړه هیڅ ډلې یا کس نه ده منلې.

هزاره ګان په کوټه کې اوسي او دوی شیعه مسلکه مسلمانان دي.

په دې ښار کې وخت تر وخته هزاره ګان وژل کېږي.
XS
SM
MD
LG