د لاسرسي ځای

وردګو کې دوه ځانمرګي بریدونه، ۱۲ وژل شوي، ۵۰ ژوبل


سید شاه سقیم

غزني - افغان چارواکي وايي د شنبې (خالي) پر سهار د ميدان وردګو په سيد اباد ولسوالۍ کې پرله پسې دوه ځانمرګي بريدونه شوي دي چې له امله يې له ۵۰ زیات تنه عام وګړي ژوبل شوي او د يوې ښځې او ماشوم په ګډون اته تنه عام وګړي وژل شوي دي. ‎


چارواکي وايي پر دې سربېره په بريد کې څلور تنه د ملي پولیسو سرتېري هم وژل شوي او اووه نور ژوبل دي.

د ميدان وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد وايي، لومړی يو تن چې له چاودونکو توکو ډک واسکټ يې اغوستی وو د ولسوالۍ د ودانۍ په دروازه کې يې ځان الوزولی او وروسته بيا يو تن په چاودونکو توکو بار موټر تر ولسوالۍ تېر کړی او د بهرنيو سرتېرو قرار ګاه ته څېرمه يې چوولی دی.

دی وايي په دغه سيمه کې د ولسوالۍ ودانۍ، امنيه قومندانۍ او د بهرنيو سرتېرو قرار يو بل ته نږدې جوړ شوي دي.
شاهد وايي په دغه بريد کې دوه تنه بهرني سرتېري هم ژوبل شوي دي.

د ده په خبره ځای ته څېرمه د عامو وګړو موټرونه، دوکانونو او کورونه هم ويجاړ شوي دي.

((۵۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې په دې کې ۴۷ کسان ټپيان دي او د يوې ښځې او ماشوم په ګډون اته کسان شهيدان شوي دي. پر دې سربېره په دغه بريدونو کې د ملي پوليسو څلور تنه شهيدان شوي او اوو تنه نور يې ټپيان شوي دي. بهرنيو سرتېرو ته هم په دغه بريدونو کې زيان اوښتی دی. تر اوسه پورې د تر لاسه شويو مالوماتو په اساس دوه تنه بهرني سرتېري ژوبل شوي دي.))

د پېښې يو تن عيني شاهد شهزاده وايي، د بريدنو پر مهال يې په دوړو او خاورو کې مړي او ټپيان ليدلي خو کره شمېر يې ورته نه ده مالومه.

(( موږ څو شېبې وروسته د پېښې ځای ته ورسېدو هلته دوړي او خاورې بادېدې امبولانسونه ځيني را روان وو او مړي يې په سپينو ټوکرانو کې پېچلي وو. خامخا به په دغو بريدونو کې زياتو کسانو ته زيان اوښتی وي ځکه چې په دغه سيمه کې د عامو وګړو ډېره ګڼه ګوڼه وه.))

بله خوا بيا ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله وال طالبانو وياند بولي وايي دواړه بريدونه د بهرنيو سرتېرو پر مرکز شوي دي.

دی دعوه کوي، بريدونه خورا زورور ول او تر اوسه پورې په کې لسګونه بهرني سرتېري وژل شوي او ټپيان شوي دي.

مجاهد وايي تر بريدونو وروسته يې د بهرنيو سرتېرو يوه الوتکه هم پرځولې ده.

په سيد اباد کې تېر کال هم د بهرنيو سرتېرو پر اډه دې ته ورته بريد شوی وو.

بهرنيو سرتېرو د تېر کال په بريد کې د خپلو ۷۰ تنو د ټپي کېدوخبره منلې وه.
XS
SM
MD
LG