د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باجوړ پر سالارزو څه تېرېږي؟




ګل اياز، مشال راډيو

پراګ: په قبايلي سيمه باجوړ سالارزو کې د اګست مياشتې له ۲۶مې نېټې راهسي د وسلوالو پرضد پوځي عمليات روان دي. د دغو سيمو نه د مرګ ژوبلي په اړه متضاد رپورټونه په رسنو کې خپريږي. د امنيتي ځواکونو تر څنګ د سالارزو امن لښکر هم د وسلوالو پرضد مبارزه کوي. د پوځي عملياتو او په دغو سيمو کې د وسلوالو شتون مقامي خلک له يو شمير ستونزو سره مخامخ کړي. د سالارزو سيمي يو ملک حسين مشال راډيو ته وايي چې د حکومتي دعوو باوجود په دي سيمه کې د خلکو کړاونه زيات شوي دي.

ملک حسين زياتوي ((دا د دوی کوترې دي، چې کوم وخت یې کوم ځای ته پاڅوي هلته يې منتقل کوي چې په کوم ځای کې کومه لوبه جوړي. که دا علاقې پاکي شوي نو دا خلک را غلل څنګه له کومې علاقې راغلل؟ دا د دوی خپلو کې راوبط دي، خپلو کې یې خپلې خبرې دي. دوي په خپلو خبرو روان دي. په دې کاروایانو کې یې ولس وځپلی . خلک يې دربدر کړل. اوس د چا کور ورانيږي؟ د عام ولس کورونه ورانيږي.))

د ملک حسين په وينا د سالارزو سيمي خلک له ويرې ترهې سره مخامخ دي او څوک هم څرګنده خبره نشي کولای. دی وايي ((دا زه چې څه وايم نو دا په ويري سره وایم اوس مالومه نه ده چې د مرګ ازرائيل کله راځي. بل مولوي صيب هم د دې مسلي نه د شر يوه کټۍ جوړه کړي. مولوی صيب ته موږ وايو چې ته مُلا يې، جمه راکوې، موږ ته نکاح تړي، زموږ جنازې کوې، ستا خپل مقام دي نو دا شر د خپل کور نه اوباسه.))

په باجوړ کې په پوځي عملياتو کې د مرګ ژوبلي د دعوو په اړه خبریال رحيم الله يوسفزی وايي چې په سالارزو کې مرګ ژوبله شوېده خو په دعوو کې حقيقت نشته.

دي زياتوي ((د حکومت دا دعوه سمه نه ده چې دا سيمه يې پاکه کړي ده. که چري دا سيمه يې پاکه کړې وای نو دا جنګ به نه کيدۍ خو جنګ اوس هم کيږي. طالبان دا وايي چې موږ د سالارزو سيمه نيولې ده نو دا هم سمه خبره نه ده. ځيني ځايونو ته دوی راغلي وو چې د هر ځای نه راغلي وو، سالارزو لويه علاقه ده. زما په خيال دا دعوې دي، حقايق له دې مختلف دي.))

خبریال رحيم الله يوسفزی وايي چې له پاکستان سره دومره پوځ نشته چې په افغان پوله يې ځای پر ځای کړي، د دې ترڅنګ بريدګر له افغان خاوري راځي او د بريد وروسته واپس لاړ شي، او مقامی لښکرو ته دير زيات تاوان هم شوی دی.
بلخوا حکومت اوس هم په دې ادعاوو ولاړ دی چې باجوړ ايجنسۍ يې له وسلوالو پاکه کړېده. د باجوړ ايجنسۍ پوليټکل ايجنټ عبدل جابر شاه مشال راډيو ته وويل وسلوال د پولې له هاغې غاړي باجوړ ته راوړي او وخت پر وخت بريدونه کوي خو امنيتي ځواکونو دغه ټول بريدونه پشا تمبولي دي.

عبدل جابر شاه زياتوي ((موږ دا دعوی کوو چې دا سيمې له وسلوالو پاکې شوي دي. موږ اوس دا دعوی کوو. دا تښتېدلي خلک دي. دا هاخوا ناست پټ خلک دي. دا وخت په وخت کوشش کوي چې بریدونه وکړي. زموږ ايجنسۍ کې دننه کسان نشته چې دلته اړۍ ګړۍ جوړ کړي. ))

د باجوړ سالارزو مشرانو او د کارپوهانو په نظر قامي لښکر سره د حکومت مرستې د نيشت برابر دي، که چري حکومت له خلکو سره مرستې و کړي، ستونزې يې هوارې کړي او رضا يې کړي، نو د دوی په وينا په سیمه کې به په خپله امن راشي.

XS
SM
MD
LG