د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لشکر جهنګوي ډلې مشر ونیول شو




د لاهور ماډل ټاون انوېسټيګېشن پوليسو مشر اعجاز شفيع ډوګر له مشال راډيو سره په خبرو کې د ملک اسحاق د نيولو پخلې وکړو او یې ویل، چې د هغه خلاف د شعيیه ګانو په ضد د مذهبي کرکې خورولو او تقريرونو کولو مقدمه درج وه خو دی سعودي عرب ته تلې وو او واپسۍ کې د لاهور په هوایي ډګر ونيول شو.

نوموړي زياته کړه چې ملک اسحاق د مقامي عدالت لخوا د څوارلسو ورځو په ريمانډ جېل ته لېږل شوی دی.


د دې تر څنګ امرېکا د نا قانونه ګرځول شوې ډلې لشکر طيبه په اته غړو د مالي لېن دېن بنديز لګولی دی، او وایي چې د دوی ټول بېنک اکاونټونه او نورې اثاثې به کنګل کړل شي.

په دغه غړو کې ساجد مير، عبدالله مجاهد، امير حمزه، طلحه سعيد او نور شامل دي.

دامریکا له خوا د بندیزونو په باب د دفاعي او پوځي چارو کار پوه او پخواني بریګېډییېر محمد سعد وايي، چې د یو بل ملک لخوا له بندیزونو لګولو سره د دغه کسانو سره د ولس خواخوږي زياتېږي نو ښه به دا وي چې داسې معاملې پخپله پاکستانی حکومت هوارې کړي. دې وایي چې په دې خلکو او تنظيمونو ختمېدو کې به ډېر وخت ولګي ځکه چې د دوی په جوړښت هم دېرش څلوېښت کاله لګېدلي وو.او پر ځای د دې چې په يو تنظيم بندېز ولګي، د هغې په غړو بندېز پکار دي چې داشان دوی بيا په بل نوم د کار چلولو جوګه نه شي.

برېګېډیير سعد وايي چې پاکستان ته په خپلو پاليسو کې بدلون راوستل پکار وي او نورو ملکونو ته د تره ګر لېږلو پاليسي به ورته اوس پرېښودل وي.

په پاکستان کې پر تندلارو او ستخدریځو ډلو او غړو وخت په وخت د پاکستان او بهر نړۍ لخوا مختلف بنديزونه لګول شويدي خو دغه خلک بيا په نورو نومونو خپلې هلې ځلې شورو کړي، او دا اوس د جمات الدعوة وياند په یو بیان کې ویلي چې د امریکا لخوا تر بندیز لاندې راوستل شوي کسان د ناقانونه ډلې نه بلکې د دوی د تنظيم غړي دي اوپر هغوی لګول شوي بندېزنه یې غېر قانوني بللی دي.

رياض موسه خېل - مشال راډيو
اسلام آباد

XS
SM
MD
LG