د لاسرسي ځای

کراچۍ تشدد: جولای او اګست کې نژدې ۴۰۰ کسان وژل شوي



ظفرکریمي مشال ریډیو

کراچۍ: د پاکستان په ستر صنعتي او سوداګریز ښار کراچۍ کې د تشدد پېښې دوام لري ـ

پولیس وایي د زیارت او جمعې په منځنۍ شپه د ښار کوکراپار په سېمه کې د نامالومه وسله والو په ډزو درې کسان وژل شوي دي ـ د پولیسو ترمخه وژل شوي کسان د نشیي توکو خرڅونکي و ، خو د سیندي قام پرسته ډلې جی سند چارواکي وایي وژل شوي درې واړه کسان ددوی د ګوند غړي و ـ

د تشدد نورې پېښې د ښار د ښار په ماړي پور،زمان ټاون او د لیارۍ په سېمو کې مخې ته راغلي دي چې د پولیسو په خبره څلور نور کسان پکې وژل شوي دي ـ

بلې خوا ته د سند صوبې د پولیسو مشر فیاض لغاري ویلي دي چې د تېرو دوو میاشتو (جون او جولایي) په پرتله د اګست په میاشت کې په کراچۍ ښار کې د مرګ ژوبلې کچه راکمه شوې ده.

((د جولایي په میاشت کې په کراچۍ ښار کې ۲۳۵ کسان وژل شوي و ، خو د اګست په تېرو ۳۰ ورځو کې ۱۶۲ کسان وژل شوي دي او دا شمیره په تېرو دوه میاشتو کې له رامنځته شوې شمیرې کمه ده ـ ددې ترڅنګ پولیسو په روانه میاشت کې د کلنګ اخستنې او وژنې په پېښو کې ککړ ۱۲۷ کسان هم نیولي دي)) ـ

بلې خواته د سترې محکمې مشر قاضي افتخار محمد چودري هم په کراچۍ کې د تشدد په روانو پېښو اندیښنه ښودلې ده ـ د زیارت په ماښام کراچۍ کې د وکیلانو یوې غونډې ته په وینا مشر قاضي ویلي چې په ښار کې د هدفي وژنو لړۍ په مسلسله توګه دوام لري او دا ددې خبرې غمازي کوي چې قانون نافذونکې ادارې د ښاریانو په خوندي ساتنه کې پاتي راغلي دي ـ

نوموړي زیاته کړه چې د قانون له مخې د خلکو د سر او مال ساتنه کول د حکومت ذمه واري ده خو دلته د قاضیانو او وکیلانو په ګډون هیڅوک خوندي نه دي ـ

یاده دې وي چې په کراچۍ ښار کې د هدفي وژنو او اخ و ډب لړۍ د تېرې یوې اوږدې مودې راهسې روانه ده خو د تېرو درې ورځو ورځو راهسې دتشدد په دغه لړۍ کې تیزوالی راغلی دی ـ

د ژغورنې ادارې وایي تېرو درې ورځو کې د کراچۍ ښار په بېلابېلو برخو کې ۳۸ کسان وژل شوي دي ـ په وژل شویو کسانو کې ۲۰ کسان د سیاسي ګوندونو غړي او پاتې نور یې غیرسیاسي خلک دي ـ

XS
SM
MD
LG