د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باجوړ په باټور کې د ۱۸ وسله والو د وژلو ادعا


باجوړ ایجنسۍ کې چارواکي وايي لاهم په سیمه کې د پوځ او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي او د زیارت په ورځ په تازه نښتو کې ۱۸ طالبان وژل شوي دي.


په سیمه کې د مشال راډیو خبریال د ځايي چارواکو په حواله وايي چې وسله وال طالبان د باجوړ ایجنسۍ په ( باټوار ) سیمه کې وژل شوي دي. په وژلو شویو کې د سوات د طالبانو دوه کومندانان خاطر او ترابي هم شامل دي.

په باجوړ کې د اګست د ۲۴ مې نیټې نه د طالبانو او حکومتي سرتیرو ترمنځ جګړه روانه ده چې له امله یې ولسي خلک بې کوره شوي هم دي.


په کرمه ایجنسۍ کې بېګا شپه ناوخته وسله والو په ډزو کې یو ځايي قومي مشر ملک حاجي زمان او د هغه یو بل ملګری ژوبل کړي دي.

په سیمه کې د مشال راډیو خبریال وايي دا پېښه په ( میر باغ ) سیمه کې رامنځ ته شوې، د دواړو ژوبلو کسانو وضع د اندېښنې وړ ده او د درملنې لپاره د هنګو روغتون ته بیول شوي دي.

ملک حاجي زمان د مسیزو قام مشري په غاړه لري او د ده د خپلوانو وینا ده چې شخصي دښمني هم لري، نو نه شي ویلی چې برید پرې چا کړی.

XS
SM
MD
LG