د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوازې افغانان به نه وېستل کېږي. میا افتخار


د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر وزیر میا افتخار حسین
د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر وزیر میا افتخار حسین





د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر وزیر میا افتخار حسین د کورنیو چارو محکمې د هغه اعلامییې په اړه چې په صوبه کې مېشت د ناقانونه افغان کډالو پر ضد به د سپټمبر له لومړۍ نېټې مخکې ګامونه پورته کیږي، په غبرګون کې وویل چې یوازې افغان کډوال ویستل نه غواړي:

( دا خبره بالکل د پالیسۍ حصه ده، پر دې خاوره چې هر سړۍ ناقانونه اوسي، هغه که عربۍ دی، که هغه یونانۍ دی، هغه که امریکنۍ دی، او که هغه د بل ملک دی، هغه به له دې ځای نه وځي، دا خبره کول چې تش افغان مهاجر به وځي دا خبره غلطه ده.)

نوموړي په پېښور کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل په صوبه کې که چېري هم یو افغان کډوال چې قانوني اسناد ورسره وي او د پولیس لخوا بې ځایه وځورول شو نو پر ضد به یې سخت اقدامات وشي، نوموړي زیاته کړه چې په دې اړه یې خصوصي هدایت جاري کړي دي.

میا افتخار حیسن وویل، چې افغانان مو خپل وروڼه دي او نه پوهېږي چې ځینې کړۍ ولې یوازې د افغانانو په حواله داسې رپوټونه لارو کوڅو ته راباسي. دده په خبره د هر هغه چا پر ضد به ګام اخیستل کېږي چې قانوني اسناد نه لري-


په پاکستان کې دا مهال د دوه ملیونو په شاوخوا کې افغان کډوال ژوند کوي ، چې په دوی کې زیات شمیر یې قانوني اسناد نه لري.

XS
SM
MD
LG