د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان دې د سړي غایبونې ستونزه د تل لپاره حل کړي





د اګست دېرشمه نېټه، چې په زوره د سړي غايبونې د پېښو د قربانيانو د نړيوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي، د بخښنې نړيوال سازمان يا ايمنيسټي اېنټرنيشنل په دې موقع په يوه پرانيستي خط کې د پاکستان له حکومته غوښتي چې په دغه هېواد کې د يادې بشري مسالې په يوه ځل حل راوباسي .

د بخښنې نړيوال سازمان ليکلي، په پاکستان کې د تښتول کېدونکيو کسانو برخه ليک، چې په تښتونو کې يې دولتي چارواکي لاس لري، ورباندې د کوم تور له ثابتېدو پرته په پټو ځايونو کې ساتل کېږي او له خپلو خپلوانو او وکيلانو سره ملاوېدو ته هم نه پرېښول کېږي، هيڅ نه دی مالوم .

ياده نړيواله اداره وايي، د پاکستان پوځي ځواکونه، پشمول د دوئ د استخباراتي ادارو او نيم پوځي ځواکونو، د دې هېواد د رياست هغه اصلي برخې دي چې د خلکو په زوره د تري تم کولو لپاره تورنې دي .

ايمنيسټي اېنټرنيشنل د پاکستان حکومت ته په لېږلي خط کې په قبايلي سيمو او بلوچستان کې وسله والو مخالفتونو ته په کتنه درک کړې چې دغه هېواد له داخلي ننګونو سره مخامخ دی او دا چې له کبله يې د جرمونو پر وړاندې عدالتي نظام تر فشار لاندې راغلی دی . خو يادې ادارې په عين وخت کې ويلي چې د پاکستان د عادي قانون او آييني حقونو لمن په دوامداره توګه قبايلي سيمو ته نه غځول او په بلوچستان او د ملک په يو شمېر نورو برخو کې د دې قوانينو او ورسره اړوند د بشري حقونو نړيوال معيارونه نه عملي کول هيڅ د منلو وړ نه دي .

بلخوا د فارن پاليسي په يوه مجله کې راغلي، د پاکستان او افغانستان جګ پوړو چارواکو يوه اونۍ وړاندې وويل چې د افغان حکومت يو پلاوي د طالبانو له يو پخواني قوماندان ملا عبالغني برادر سره، چې له ۲۰۱۰ م کال راهيسې د پاکستان په بند کې دی، پټ ليده کاته کړي .

مجلې د افغانستان د سياسي جوړ جاړي د پروسې په اړه يو لړ پوښتنې مخې ته ايښې دي لکه افغان حکومت په کوم حالت کې، کمزوري يا قوي هغه کې، طالبانو ته د خبرو وړانديز کوي . آيا طالبان اختيار لري او يا هم راضي دي چې خبرې وکړي؟ آيا افغان حکومت له دوۍ سره د خبرو صحيح تګ لاره خپله کړې؟ طالبان به د خبرو اترو دغه يو اړخيز وړانديز ته څه عکس العمل ولري؟ او آيا د سولې عالي شوری لپاره د سمو او بااعتباره خلکو انتخاب شوی دی؟

مجله کاږي، افغان ولسمشر حامد کرزي طالب وسله والو ته، چې دی ورته په مستقيمه توګه د خپلو خپه وروڼو خطاب کوي، د خبرو پيلولو لپاره ځينې شرطونه ايښي دي، او هغه دا چې دوئ بايد وسله وغورځوي، له القاعده سره اړيکې وشلوي او د افغانستان اساسي قانون ومني . د فارن پاليسي په وينا، طالبان دغسې کولو ته غاړه نه ږدي . مجلې يوه بله پوښتنه کړې چې دا رقم شرطونه آيا د طالبانو خبرو ته هڅول دي او که نه هدف يې د حکومت پر وړاندې د دوئ بشپړ تسليمېدل دي .

مجله د ځينو افغان شنونکو په حواله وايي چې افغان حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره غير حقيقي شرطونه مخ ته راوړي دي .



د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG