د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بدرالدین حقاني د وژنې پخلی وشو


ډرون بریدونه په وزیرستانو کې د وسله والو پر ضد یو له موثرو وسلو څخه ګنل کېږي، چې تر اوسه یې د القاعدې، حقاني شبکې او وسله والو طالبانو ګڼ کسان وژلي دي
ډرون بریدونه په وزیرستانو کې د وسله والو پر ضد یو له موثرو وسلو څخه ګنل کېږي، چې تر اوسه یې د القاعدې، حقاني شبکې او وسله والو طالبانو ګڼ کسان وژلي دي


د امریکا حکومتي چارواکو د پاکستان په قبایلي سیمې شمالي وزیرستان کې د حقاني وسله والې ډلې د یوه مشر بدرالدین حقاني د وژنې پخلی کړی دی. چارواکو د چار شنبې (شورو) پر ورځ د نوموړي د وژنې پخلي پر وخت دی د پوځي عملیاتو د قوماندان په نوم یاد کړی دی.


واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، بدرالدین حقاني، د اګست پر ۱۸مه، په شمالي وزیرستان کې د بې پیلوټه الوتکې په حملې کې وژل شوی وو. هغه وخت امریکايي چارواکو ویلي ول چې د نوموړي د مرګ په اړه د راغلیو رپورټونو تصدیق کولو هڅه کوي.

ورځپاڼه لیکي، په حقاني وسله واله ډله کې بدرالدین درېیم لمبر مشر وو. د وسله والې شبکې باني مشر جلال الدین حقاني دی چې د بدرالدین او سراج الدین حقاني پلار دی. دا مهال په عملي توګه د وسله والې ډلې مشري سراج الدین حقاني کوي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، د ولسمشر باراک اوباما د حکومت یوه افسر ویلي، باوري دی چې بدرالدین حقاني وژل شوی دی. دې افسر د خپل نوم له ښودو ډډه کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، د امریکايي استخباراتو مرکزي ادارې سي آی اې یوه ویاند پر دې خبر له تبصرې کولو انکار کړی دی.

د امریکا حکومت باور لري چې بدرالدین حقاني په افغانستان کې د لویو حملو د پلان جوړولو له پاره پړ وو. په دې حملو کې یوه د تېر کال په سېپټمبر کې په کابل کې پر امریکايي سفارت هم شوې وه.

ورځپاڼه لیکي، تر دې برید وروسته، امریکايي حکومت په ښکاره ډول تور پورې کړ چې د پاکستان د استخباراتي ادارې آی ایس آی او حقاني وسله والې ډلې تر منځ مستقیم اړیکي دي. امریکا هغه وخت خبرداری ورکړی وو چې په شمالي وزیرستان کې به د دې افغانې وسله والې ډلې پر ضد مستقیم ګامونه لا پراخ کړي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، که څه هم د حقاني ډلې انفرادي مشران لکه بدرالدین حقاني وغیره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرو په لېسټ کې شامل دي خو دا ډله په کې نشته.

ورځپاڼه کاږي، تېره میاشت د امریکا کانګرس یو قانون منظور کړ چې په کې یې د بهرنیو چارو وزارت ته د یوې میاشتې وخت ورکړ چې حقاني وسله واله ډله دې د ترهګرو په لیسټ کې شامله کړي او که دا کار نه کوي نو وضاحت دې ورکړي چې ولې یې نه کوي.

د حقاني وسله والې ډلې په ۱۹۸۰ز لسیزې کې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو پر ضد جګړه کړې وه.

ژباړه: پامیر ساحل

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه زیاتوي، هغه وخت امریکا او پاکستان دې ډلې ته پیسې ورکولې.

XS
SM
MD
LG