د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایراني مشران له قهره ډکې څرګندونې کوي. بان


د ملګرو ملتونو عمومي مشر بان کي مون
د ملګرو ملتونو عمومي مشر بان کي مون




د ملګرو ملتونو عمومي مشر بان کي مون تهران ته د خپل لومړني سفر پر مهال په خپله وینا کې د ايراني مشرانو هغه څرګندونې قهرجنې وبللې چې د يهوديانو له نسل کشۍ او د اسرائیلي وجود له حقه انکار کوي.

د زیارت په ورځ په ایراني پلازمېنه تهران کې دغير وابسته هيوادنو تنظیم 16 مې سرمشريزې ته بان کي مون وويل د ملګرو ملتونو د يو غړي لخوا د یو بل غړي هیواد د تباه کولو دړکه او ګواښ هیڅ د منلو نه دی.

بان کي مون زياته کړه چې د ملګرو ملتونو د يو غړي د وجود له حقه انکار او يا ورسره نسل پرستي کول په مکمله توګه غلطه خبره ده.

بان کې مون پر ايران زور راوړو چې د ملګرو ملتونو قراردادنه عملي کړي او د يورنيمو غنی کولو کار بند کړی.

XS
SM
MD
LG