د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه د جج په ګډون درې تنه ووژل شول





د کوټې په منیر مینګل سړک د پنجشنبې په سهار وسله والو پر يوه موټر ډزي کړې، چې د پولیسو په وینا د کوټې د سیشن کورټ ایډیشنل سیشن جج ذوالفقار نقوي له خپل محافظ او موټر چلوونکي سره يو ځاي وژل شوی. د ذوالفقار نقوي تعلق له شیعه مسلک سره وو. پولیسو پېښه هدفي وژنه بللې ده.

تر پېښي وروسته د درېواړو مړي د کوټې سول روغتون ته يووړل شوو. د پولیسو مشر سي سي پي او میر زبیر محمود رسنوالو ته وویل

؛ سهار نژدې اته بجې ايډیشنل سیشن جج ذوالفقار نقوي له خپل کوره سیشن کورټ ته روان وو. چې له کور سره نيژدې د اوور ګاډي له پاټک سره په موټر سائيکل سپرو کسانو پرې ډزي کړې، په دې برید کې پخپله جج، د هغه محافظ او موټر چلوونکی درېواړه په هم هغه ځاي ووژل شوو؛

د پولیسو مشر په وینا د یادې پېښي د پلټنو لپاره دوه بېل بېل پلټونکې ډلي جوړي شوې، چې دده په خبره ډېر ژر به په پېښه کې ککړ کسان ونیول سي.

؛ ډي آی جي انویسټیګیشن هم پلټنې کوي، ایس ایس پي سي آی اې جلا پلټنې کوي. تر ملزمانو پوري به ضرور ورسېږو؛

سیشن جج ذوالفقار نقوي چې تعلق يې له شیعه مسلک سره وو، د وژلو مسوولیت يې لا هم کومې ډلې قبول کړی نه دی. بلخوا بلوچستان بار ایسوسي ایشن د پېښي پر ضد د ټولي صوبې په عدالتونو کې د کار نه کولو اعلان کړی.

XS
SM
MD
LG