د لاسرسي ځای


په خوست کې د ښځو چارو ریاست مشرانې وايي،چې دامهال په خوست کې دښځو پروړاندې د تشدد او تاوتریخوالي پیښې ډیرې شوي دي، ددوی په وینا کلتوري محدودیتونه او له خپلو حقونو څخه دښځو ناخبري ددې سبب شوې ،چې ددوی پروړاندې ظلمونه پټ پاتې شي.

په خوست ښار کې دښځو پروړاندې دتشدد او تاوتریخوالي پیښې زیاتې شوي دي. ښځو ته دپلار او خاوند په مال کې د خپل حق نه ورکول ،جبري ودونه ،کمزوری اقتصادي وضعیت ،دخاوند نا مناسب ټولنیز موقف او حتی په نشو عادت ،په کورکې یو شمیر ښځو ته دحقارت او سپکاوي په نظر کتل ،ښځو او ماشومانو ته دنفقې نه برابرول او نورې کورنۍ ناخوالې ددې سبب شوي ،چې یو شمیر ښځې ناچاره شي او خپلې مسلې دښځو نهادونو او یا کشفي ،عدلي او قضايي ادارو ته وسپاري.

دښځو چارو رئیسه خاور امیري وايي،چې دامهال هره ورځ ورته دوه ،درې قضیې راځي ،چې داړوند کمیسیون له خوا يې مسلې حل کیږي او کچیرې دکمیسیون له وسه بهر وي نو کشفي ،عدلي او حقوقي اداروته يې ورپیژني ترڅو موضوعګانې يې دقانون په رڼا کې حل وفصل شي:

((هره ورځ حتمي دوه درې قضیې ښځو ریاست ته راځي ،دوی ورته ځانګړی کمیسیون لري او هغه يې حل وفصل کوي او که ددې کمیسیون له وسه بهر وه نو بیايې محاکمو ،څارنوالی او یا دحقوقو امریت ته ورپیژنو.))

نوموړې زیاتوي،چې دا قضیې پخوا هم موجودې وې ،مشکل داوو ،چې خلکو به ددې رابرسیره کول شرم باله او پرځان به يې بیدیاني خلک نه خبرول او دا مسلې به يې دجرګو مرکو له لارې فیصله کولې. اوس خلکو دا درک کړیده ،چې دښځو ریاست ددې قضیو دحل لپاره ځانګړی کمیسیون لري نو که په خپله ښځه دا جرئت ونه کړي ،پلار ،ورور یا خاوند يې قضیه ورسره ثبتوي.

په پښتني سیمو کې یو شمیر دودیزو رواجونو هم دښځو دسوکاله ژوندانه مخه ډب کړې ده ،تر اوسه هم دکورنیو لپاره دلور او زوی په پیداکیدو کې لوی توپیر دی. هغوی دپیغور ،وهلو ټکولو او حتی د وژنې له ویرې ډیرې ځورونکې خبرې دباندې نه راباسي او په چوپه خوله دا هرڅه برداشت کوي. دخوست ولایت یوه تنه پیغله دهمدې موضوع په اړه خپل نظر پدې توګه له مشال راډیو سره شریکوي:

((نوم مې فاطمه دی ،زموږ اکثره خویندې دځان سوځونې یا د مشکلو له لاسه دخسرګنۍ او پلرګنۍ څخه تیښتې ته اړ کیږي . په دودیز ډول دلته یو شمیر کورنیو ته دجینۍ پیداکیدل بد لیدل کیږي ،دکومې ښځې چې هلک ماشوم پیداشي د هغې خوراک او پوشاک ښه وي او که جینۍ پيدا شوه نو نه يې سم دخوراک انتظام وي او نه لباس.))

اغلې فاطمه وايي،چې دښځو پروړاندې دتاوتریخوالي اکثره پيښې نه افشاء کیږي ،ښځې چې څومره وهل او ټکول کیږي حالت يې دباندې نه راوځي ،هغوی ویره لري ،چې شاید ووژل شي او یايې کورته دایمي پیغور جوړ شي.

دخپلو شرعي او قانوني حقونو څخه ناخبري ،د دوی دکورونو او مسوولو ادارو ترمنځ دلارې اوږده مزلونه ،بې زړه توب او دامن دکورونو نشتوالۍ هغه ستونزې دي ،چې ښځې له ناچارۍ دې وینا ته غاړه ږدي: ((ښځه یا دکورده یا دګور.))

دښځو دچارو یوه فعاله کامل اکبري پدې اړه داسې وايي: ((کله چې په یو کور کې تاوتریخوالۍ رامنځته شي نو خویندې پدې هم نه پوهیږي ،چې دوی چیرته ولاړې شي ،دلیرو پرتو سیمو خویندې له ښاره څخه په ډیر واټن کې دي ،چې دې کار يې ستونزې سیوا کړيدي.))

نوموړې وړاندې وايي،چې ښځو باندې څه ډول ظلم زیاتۍ او تاوتریخوالۍ ،چې وي ټول عمر يې له ناچارۍ تیروي او دا ناوړه دود لا ژوندی دی ،چې ښځه یا دکور ده یا دګور.ښځې دشرم او عیب له ویرې دخپل حق څخه دفاع نشي کولای ،دوی سخت ژوند تیروي خو دخپل پلار او خاوند دنوم او عزت خیال ساتي.

بلخوا نارینه هم ښځې یو شمیر وجیبو په عملي کیدا مکلفې بولي او وايي،چې ښځې باید ددې سیمې کلتوري او مذهبي ځانګړنې په پام کې ونیسي ،ځکه دوی نشي کولای له دې مسلو څخه بغاوت وکړي او ځانونه دخلکو خبرو ته برابر کړي. دنظر خاوند محمد جلال حقیقت ځدراڼ وايي،چې دې مسلې ته باید له یوې زاويې څخه کتنه ونشي ،کچیرې ښځې دخپل خاوند او خسرګنۍ په کورکې ځانته چاپیریال ستونزمن نکړي ممکن په کورنیو کې ستونزې رامنځته نشي. ښاغلی حقیقت زیاتوي،چې دښځو ډیر خواهشسات ،له کورنۍ سره ددوی نه مطابقت او کله ناکله له کلتوري مسلو څخه بغاوت ددې سبب ګرځي ،چې له خاوند او کورنۍ سره دښځو اړیکې ستونزمنې شي.

یاده دي وي ،چې داسې مهال دښځو چارو ریاست په خوست کې دښځو پروړاندې دتاوتریخوالي دپیښو دډیریدو خبره کوي،چې ټاکل شوې تر دې وروسته دښځو له حقونو څخه ددفاع یو شمیر نهادونه د دوی قضیې پرغاړه واخلي او په عدلي او قضايي ادارو کې یې له حقونو څخه تر پایه دفاع وکړي. نجیب الله الوخیل ،مشال راډیو - خوست

XS
SM
MD
LG