د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوبو نړیواله اونۍ دوام لري




په نړۍ کې د اوبو اونۍ لمانځل کیږي، د سویډن په سټاک هوم کې د اوبو په اړه د نړۍ یو شمیر کارپوهان او پالیسي جوړونکې د اوبو په ستونزو خبرې کوي. د مشال راډیو د انګریزۍ څانګې خبریال دغلته د اوبو د مسلو په اړه له یو کارپوه او لیکوال سره خبرې کړي دي.

د ټول جهان د اوبو په اړه پالیسي جوړونکي د اګست له ۲۶مې نیټې نه تر۳۱مې پورې د سویډن په سټاک هوم کې د څکلو د اوبو په اړه خبرې کوي. د نړۍ ځینې هیوادونه اندیښنې لري، د خوراک له کمي سره سره د پاکو اوبو په اړه هم منصوبه بندي او د حل لارې لټول غواړي.

په سټاک هوم کې د مشال ریډیو د انګریزۍ څانګې خبریال یوګن ټومیس د امریکایي خبریال او اوبو د ستونزو په اړه د لیکل شوي کتاب د بګ ترسټ لیکوال چارلس فیشمین سره مرکه کړې، او په سر کې ترې پوښتلې، ایا نړۍ واقعې د اوبو له ستونزو لکه د انرجۍ او اقتصادی مسلو سره مخامخ ده که څنګه؟

په ځواب کې فیشمین وایي،(( زه فکر نه کوم چې دې ته دې د اوبو مسالې نوم ورکړل شي، ځکه چې دا د توانایۍ او د اقتصادي مسالو نه جدا ده. او دا ځکه بېله ده، چې د اوبو مسالې یا خو ځايي دي، او یا سیمه ایزې. او په یو خاص ځای کې ترې خلک متاثره کیږي. او هغه خلک چې د پاکو اوبو له مسالو سره مخامخ دي، هغه که په هند کې دي، په چین کې او یا په مشرقي یورپ کې، دوی کولای شي، خپلې د اوبو مسلې پخپله هوارې کړي. خو څوک هم زموږ په ټولنه کې اقتصادي مسلې پخپله نه شي هوارولای، او که موږ پخپله هم په دغه اړه څه وکړو، نو موږ بیا هم د هغه خلکو له وجې په اقتصادي توګه متاثره کیږو، چې فیصلې کوي، او داشان د توانايي بحران هم څوک پخپله نه شي حلولای، او که موږ څه کوشش هم وکړو، خو لوی طاقتونه اکثره د خپلو ګټو مطابق فیصلې کوي. خو اوبو بیا داسې دي، چې په یو ځای او یا یوې سیمې کې خلک راپاسیدلای شي، او دا ویلای شي، چې دا د دوی اوبه دي، او د دوی ځای دې. زه د دوی مسالو ته وړې نه وایم، خو دغه ځایونه پخپله د اوبو د مسالو د هوارولو ذمه واري اخیستلای شي))

په یورپ کې هم د اوبو مسالې وخت په وخت رامنځ ته شوې دي، لکه په ۲۰۰۸ م کال کې د سپین په بارسلونا کې د پاکو اوبو کمۍ راغلۍ وو، چې د نزدو ښارونو نه به یې اوبه راوړلې. داشان په ۲۰۱۰م کال کې په چین کې هم د څکلو د اوبو مسالې پیدا شوې وې، او هم په دغه کال په وینزویلا کې د اوبو کمی راغلی وو. د یورپ په مشرقي او جنوبي برخو کې هم په موجوده وخت کې د اوبو کمی دی، دا چې ایا نړۍ واقعې هم د څکلو د پاکو اوبو له کمي سره مخامخ ده او که نه، په ځواب کې چارلس فیشمین وایي(( په دې خبرې پوهیدل ډیر ضروري دي، چې نړۍ د اوبو له کمي سره نه ده مخامخ، په زمکه د اوبو په مقدار کې کمی نه دی راروان، خو موږ باید په دې اړه کار وکړو چې د څکلو پاکې اوبو څنګه راوباسو او خلکو ته یې په اسانه ورسو، خو که چیرې د آب و هوا د بدلونونو له وجې په دریابونو کې د اوبو کمی را شي، او د اوبه خور او د کرکروندې په اوبو کې کمی راشي، نو باید له اوسه یي مخه ونیول شي. داسې مسلې به پیدا کیږي، خو دې ته د نړیوالې ستونزې نوم ورکول به خلک په اندیښنو کې واچوي. او زما په فکر دې ته باید داسې وویل شي، که له موږ سره اوبو کمې شي نو څه به کیږي. ))

لیکوال چارلس فشمین دا هم وایی ، دی د هندوستان په یو کلي کې د ښځو او ماشومانو جینکو سره د څکلو د اوبو راوړلو لپا ره لاړو، او داسې یوې دولس کلنې ماشومې سره په لاره روان وو، چې دیرش لیټره اوبو یې په منګي کې راخیستې وې، او ده یوازې لس لیټره. فشمین وایی باید نړیوال په دې خبرې وکړي څنګ خلکو ته په اسانه د څکلو پاکې اوبو ورسوي، او د دې بنیادي مسلې حل راوباسي.

XS
SM
MD
LG