د لاسرسي ځای

تازه خبر

سور صليب پاکستان کې مرستندویه کارونه بیا پيلوي




د سره صلیب نړيوالي ادارې په پاکستان کې خپلي امدادي هلې ځلې په محدوده پيمانه د شروع کولو فيصله کړيده.

د اداري په پاکستان کې مشر پال سټيلا په خبره چې په پاکستان کې یې د سيکيورټي خدشاتو په وجه په اسلام آباد، پيښور او مظفر آباد کې په خپل مرستندویه کارونه پیلوي او له حکومته یې د خپلو کارکونکو د تحفظ غوښتنه کړې.

د اداري په پيښور کې د مطبوعاتو څانګي مشر ارشد محمود يوسفزي مشال راډيو ته وويل چې د روان کال په اپريل مياشت کې د نامعلومه تنانو لخوا په کوټه کې د دوی د اداري يو اهلکار ډاکټر خليل د وژني ورستو یې په پاکستان کې خپلي دفترونه وتړل او له تيرو دريو مياشتو راهیسې یې په اسلام آباد کې په دې خبره غور وکړو چې دلته خپل کار جاري ساتل پکار دي او که نه، د سلامشورو ورستو یې په کراچۍ او کوټه کې د خپلو دفترونو د بند ساتلو فيصله وکړه او پيښور او اسلام آباد کې یې خپلې دفترې بيا پرانستي،

ارشد محمود وائي،” چې قبایلي سيمو کې د خرابو حالاتو له وجې د مخکې نه مو خپلي دفتري نه وي خلاصي کړي او موږ د پيښور دفترو له لارې په قبائلي سيمو کي خپلې امدادي کاروايانې جاري ساتلي وي او اوس به هم موږ د صحت په شعبه کې د قبائلي سيمو ولس سره خپلي مرستې ده دغه دفترو له لاري جاري ساتو،“

د حکومت لخوا د سيکيورټي ورکولو پحقله ارشد محمود وويل چې دي لړ کې یې د باهرنو چارو وزارت سره خبرې اتري روانې دي او له دې زيات معلومات مطبوعاتو ته نه شي ورکولای.

مشال ريډيو چې کله په دي بابله د باهرنو چارو وزارت سره تماس ونيولونو هغوي هم د څه وويلو نه ډډه وکړه.

د يوي بلې غير سرکاري ادارې سې آر ايس ايس پراجيکټ منيجر آصف اورکزی وایي چې د يو ملک د حکومت اولنۍ ذمه واري نه صرف خپل ولس ته تحفظ ورکول دي بلکې دې خلقو د خير ښيګړي لپاره کار کونکې تنظيمونو ته هم تحفظ ورکول دي خو بدقسمتۍ سره په پاکستان کې حکومت د خير ښيګړو ادارو ته تحفظ نه ورکوي چې له وجې ډيرو ادارو دلته خپلې امدادي هلې ځلې محدوده کړي دي او په دې سره نه صرف متاثرين ځپل کيږي بلکې په ملک کې په بيروزګاري کې هم اضافه کيږي.

احمد الله- مشال ريډيو اسلام آباد.

XS
SM
MD
LG