د لاسرسي ځای




اې ایف پي خبري اژانس لیکي، د هند سپریم کورټ په ممبۍ بریدونو کې نیول شوې اجمل قصاب ته د مرګ سزا اورولې، هغه اوس د خپلې سزا خلاف د اخري اپیل حق لري.

اې ایف پي خبري اژانس لیکي، د هند سپریم کورټ اجمل قصاب ته د عمر قید سزا اورولې، او د هغه اپیل یی مسترد کړی.

اجمل قصاب چې د ۲۰۰۸م کال د ممبۍ په ترهګر بریدونو کې نیول شوی ژوندی یوازینی کس دی، هغه ته تر وړاندې ورته د ممبۍ های کورټ هم د مرګ سزا اورولې وه.

قصاب په هغه لسو وسله والو کې شامل وو، چې په ممبۍ کې یي په یو هوټل وسلوال برید کړی وو، چې پکې ۱۶۶ کسان وژل شوې وو. قصاب په خپل اپیل کې ویلي وو، د ده د کیس اوریدنه په سمه توګه نه ده شوې، نو باید په پوره ډول یي بیا تیاری وشي.

اجمل قصاب ته د هندوستان خلاف د جنګ کولو، د خلکو د وژلو او د ترهګرۍ په مقدمو کې په مۍ ۲۰۱۰م کال کې د مرګ سزا اورول شوې وه. هغه اوس د هند ولسمشر ته د خپلې سزا خلاف د اخري اپیل حق لري.

په ۲۰۰۸م کال کې وسلوالو د ممبۍ په یو هوټل، روغتون، د یهودیانو په یو مرکز او په ټرین سټیشن برید کړی وو، چې پکې ۱۶۶ وژل شوي وو، او یو شمیر یې ژوبل کړي هم وو. هند د هاغو حملو تور د پاکستان په یوې اورپکې ډلې لشکر طیبه ولګوو، چې په اړه یي دا ویل کیږي، دغه وسلوالو ته یي د ممبۍ حملو لپاره وسله او نور سامانونه ورکړي وو. قصاب په لومړو کې له دې خبرې انکار کړی وو، چې ګني دغه برید لشکر طیبه تنظیم کړی وو، خو وروستو یي دا ومنله چې دی هم د لشکر طیبه لخوا په دغه برید کې یو وسلوال وو.

د روان کال په جنورۍ کې قصاب په خپل اپیل کې ویلي ول، د ده د کیس اوریدنه په شفافه ډول نده شوې، او ویلي وو، دی به د خلکو په وژنه او د ترهګر بریدونو په کولو ګرم وي، خو د هند پرضد په جنګ کولو ګرم نه دی.

په ۲۰۰۹م کال کې پاکستان اووه داسې مشکوکه کسان ونیول، چې د دغه بریدونو تر شا یې لاس لرلو، خو پر دې هم زور راوړو، چې دغه کسانو ته د سزا ورکولو لپاره دوی نورو ثبوتونو ته ضرورت لري. د ممبۍ بریدونو وروستو په هندوستان کې ډیره یره خوره شوې وه، او خلکو قصاب ته د اعدام سزا ورکولو لپاره مظاهرې هم کړې وې.

قصاب اوس د خپلې سزا خلاف د اخري اپیل حق لري، په هندوستان کې د مرګ سزا اکثره په عمر قید بدلیږي، خو د سزا په بدلیدو کې تل کالونه ولږي.

XS
SM
MD
LG