د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په پښتونخوا کې د ګوزڼ ناروغي د اندېښنې وړ ده."





د پاکستان وفاقي حکومت د خيبرپښتونخوا په پيښور ،چارسده ،لکي مروت او مردان کې د ګوزڼ د څلور ناروغانو په راښکاره کيدۀ اندېښنې څرګندې کړيدي او په نوټس اخیستو یې د ګوزڼ کنټرول محمکې ته ويلي دي چې د ګوزڼ په کيسونو د قابو موندو او د څاڅکو ورکولو لپاره دې د ضلعو په کچ ګوزڼ کنټرولخونه جوړ کړل شي او دغه رنګ ټولو د ډويژن کمشنرانو ته هدايت ورکړل شوی دی چې د ګوزڼ کمپین دې د هرې اونۍ له حسابه څاري.

د ګوزڼ د کمپین ډپټي ډائريکټر ډاکټر جانباز اپريدي مشال راډيو ته ويل چې د دې کيسونو راتلو روستو وفاق او صوبایي حکومت ترمينځه خبرې اترې شويدي او له هغې وروسته د ګوزڼ د مخنيوې ادارې خپلې هلې ځلې پيل کړيدي او د څاڅکو ورکولو کمپین یې نور تند کړی دی.


ده ويل چې د متعلقه ضلعو ډي سي اوز ته ويل شويدي چې که کوم مور او پلار په رضا صلا خپلو ماشومانو ته څاڅکي نه ورکوي نو د هغوی خلاف دې قانوني کاروایي وکړل شي.

ده زياته کړه چې دې لړ کې يو کمپین په ٢٧ اګست پيل شوی او دويم به په ٣ م ستمبر شورو کيږي او دغه رنګ به دريم په لسم ستمبر پيليږي او دا هم د دې مهم يوه کړۍ ده.

اسلام آباد کې د ماشومانو د رنځونو ماهر ډاکټر نوران اپريدي مشال راډيو ته وويل چې تر کومه د خيبر پښتونخوا د سيمې تعلق دې نو په دې سيمو کې د ګوزڼ سربيره نورې هم داسې گڼشمير خبرې دي چې له کبله یې دوی له ډيرو مسلو سره مخامخ دي. او بيا په تيره تيره د ګوزڼ د څاڅکو پر ضد داسې يوه پروپيګنډه شورو شويده چې له وجې ترې ډير ماشومان زيانمند شويدي، نو باید چې حکومت د دغه سيمو مشرانو سره کښېني او خبرې اترې ورسره وکړي او د دې په نقصانونو یې خبر کړي
د ډاکټر جانباز په خبره په فاټا او خيبر پښتونخوا د ګوزڼ تازه کيسونه د میندو او پلرونو د بې پرواهۍ له کبله رامنځ ته شوي دي.

سراج ظهير

مشال راډيو- اسلام آباد

XS
SM
MD
LG