د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانانو سرونه پرېکول د دښمن ګډوډي ښيي. کرزی





افغان ولسمشر حامد کرزي په جنوبي برخه هلمند ولایت کې د اوولسو افغان ولسي وګړو د سرونو غوڅولو پيښه غندلې ده.

په یو لیکل شوي بیان کې کرزي دغه وژنه د اسلامي تعلیماتو مکمل ضد جرم و باله چې د معافۍ وړ نه وي. دغه بیان وایي داسې عمل کولو ته لاس اچول په واضحه ډول ښیي چې دښمن څومره بی صبره او ګډ وډ دی.

امریکایې چارواکو د ولسي افغانانو د سرونو پریکولو د پيښې غندنه کړی چې په کابل کې د امریکا سفارت ورته د شرم کار ویلی. په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو مشر کمانډر جینرل جان الن وژونکي بزدلان وبلل.

د دې ټول وژنې لپاره شک په طالب وسله والو کیږي چې په وژل شویو کسانو کی دوه ښځې هم شاملې دي. ځيني راپورونه وایي په پيښه کی وژل شویو کسانو د موسیقۍ یو پروګرام کولی چې برید ورباندې وشو. نور رپورټونه دا وایي په دوی باندی د طالبانو خلاف د کار کولو شک و.

XS
SM
MD
LG